لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ د سېوا شوؤ پېښو ترڅ کې د پاکستان د دفاع وزارت پوځ لپاره د اضافي پنګو غوښتنه کړې ده


د پاکستان د پوځ په کمان کې له بدلون وروسته او د ترهګرۍ د مخ په سېوا کېدونکو پېښو په ترڅ کې د دفاع وزارت د پوځ لپاره داضافي فنډونو غوښتنه کړې ده.

د اقتصادي او مالياتي چارو پوهان وايي د ترهګرۍ په پېښو کې د زیاتوالي او د ګرانې له کبله د دفاع په لګښتونو کې هم اضافه راغلې ده او باید چې حکومت د دفاع لپاره اضافي فنډونه جارى کړي خو ځنې اقتصادي پوښتنې راولاړوي په داسې حال کې چې پاکستان د ايي اېم اېف په قرض پروګرام کې شامل دی او د بهرنیو قرضونو اړتياوې هم سېوا شوي دي ایا د دفاع لپاره اضافي فنډونه غوښتل کوم جواز لري؟

د دفاعي چارو وزارت د وسله بندو ځواکونو لپاره په فنډونو کې دا اضافي فنډ په داسې حال کې غوښتی چې په دې ورستو کې د هېواد دننه د ترهګرۍ په پېښو او د ترهګرو خلاف پوځي عملیاتو کې هم اضافه شوې ده.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د پوځ لپاره د اضافي فنډ دا غوښتنه د دفاعي چارو سکرټري ليفټننټ جنرال ر حمود الزمان خان د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار سره يو ملاقات کې کړې ده.

د خزانې د وزارت لخوا جارى شوي بيان کې ويل شوي چې په دغه ليدنه کې په دفاعي او اقتصادي چارو د خبرو ترڅنګ د سکيورټې په اړونده بجټ هم د خيالاتو تبادله شوې ده.

د پاکستان مرکزي حکومت د روان مالي کال په بجټ کې د دفاع لپاره 1600 اربه روپۍ ايښودلې وې.

د پاکستان اقتصاد دا وخت د سخت بحران مخ دی او په داسې حال کې چې پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم ایف د پور پروګرام کې هم شامل دی، د بهرنیو پورونو بېرته ستنولو اړتياوې هم سېوا شوي او هڅه کوي د مالياتي خساره راکمه کړي نو څنګه حکومت د دفاع لپاره اضافي فنډ ورکولی شي.

په دې اړه ډيوه سره خبرو کې د اقتصادي چارو خبریال او پوهان مهتاب حېدر وايي ددې اضافې تر شا دوه علتونه دي.

وايي يو مخ په سېوا کېدونکي ګراني او بل د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ غورځېدونکی ارزښت هغه لاملونه دي چې له کبله یې د پوځ په کاري یا اپرېشنل لګښتونو کې اضافه شوې ده.

ښاغلی حېدر وايي پاکستان زياتره وسله د بهرنیو هېوادونو څخه اخلي او بلخوا ځای په ځای چي د ترهګرو ضد کوم عمليات روان دي د هغې په لګښتونو کې د تېلو په بېعو کې د زياتوالي له امله اضافه شوې ده.

دا پرمختګ د تېر اکتوبر مياشتې په 28 مه د اقتصادي رابطه کمېټۍ لخوا د دفاع د وزارت لپاره د 31 اربو روپیو د ګرانټ له منظورۍ وروسته شوی دی.

ورځپاڼې ډان د سرچینو له خوا لېکلي چې د دفاع يوې ډلې د خزانې وزارت ته ویلي که څه هم هغوي سادګي خپله کړې ده خو د سېوا کېدونکې ګرانۍ او په ځانګړي ډول د پټرولیم لګښتونو له کبله یې بودیجه د خسارې سره مخ شوې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه ډيوه ته وايي که حکومت خپل غېر ضروري مصرفونه کم کړي نو دفاع لپاره د فنډ بندوبست کېدای شي او بايد چې دا وشي.

وايي ترهګرې کې يو ځل بيا اضافه راغلې ده او هم داسې د ځواکونو اپرېشنل ضرورتونه هم ورسره سېوا شوي دي.

د اقتصادي چارو بل خبريال طاهر امين وايي د دفاع د وزارت غوښتنه جاېز ده ځکه چې ترهګري هم زياته شوې ده خو بلخوا د حکومت جېب هم تش دی.

ډیوه سره خبرو کې نوموړی وايي دا وخت د ايي اېم اېف سره د پاکستان د نهمې ارزونې خبرې پرځای ودريدلي دي او د هغې علت هم د حکومت په بجټ کې د ټاکل شوو رقمونه څخه زياتې پېسې خرڅ کول دي.

هغه واى نه پوهېږي چې حکومت به د دفاع په مد کې اضافي پېسې له کومې راوړي او د اي اېم اېف په وړاندې به ددې لپاره څه جواز ګوري.

پاکستان کې د راغلو وروستیو سېلابونو وروسته د بيا رغونې په کارونو د لګښتونو پرته د سود په اداېګيانو کې د اضافې له امله د پاکستان حکومت اوس مهال د 1 کهرب روپو د مالياتي خسارې سره مخامخ دی او مرکزي بانک وايي د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرو کې هم نزدې د 32 کروړو ډالرو څخه زيات کمی راغلی او دا ذخیره اوس 7.5 ارب ډالره ته ښکته شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG