لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د کرنسۍ خطرناک بحران سره مخ شوی، د اسعارو ذخیرې یې 32 میلینه ډالره کمې شوې دي


د پاکستان د مرکزي بینک د خپرو شوو شمیرو تر مخه د پاکستان د زرمبادلې ذخیرو کې له 32 میلیونو ډالرو څخه زیات کموالی راغلی دی او دغه ذخیرې 7.498 اربو ډالرو ته راښکته شوې دي.

دا کمښت د دسمبر په دویمه یعنې نن د سکوک بانډونو (شریعت سره مطابقت لرونکو بانډونو) په وړاندې دیو 1 ارب ډالرو د ادایګې څخه مخکې مخې ته راغلی دی-

څیړونکې وايي د کرنسۍ بحران یو خطرناکه کچې ته رسیدلی او ښکارې چې حکومت په دې اړه څه خاص تګ لاره نه لري-

د پاکستان مرکزې بانک د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان د بهرنیو اسعارو یا زرمبادلې ذخیرې د نومبر په 25مه پای ته د رسیدو په اوونۍ کې 4.2 فیصده 7.498 اربه ډالرو ته راښکته شوې دي، چې دا د بهرنیو پورونو بیرته ورکولو سره تړاو لري.

اقصاد پوهه ډاکټر فرخ سلیم وایي دکرنسۍ بحران یوې خطرناکې کچې ته رسیدلی او په دې اړه ښکاري چې حکومت څه خاص تګ لاره نه لري او ډالر د حکومت سره ختمیدونکې دي-

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "پاکستان د 22 کروړو ابادۍ هیواد دی او مونږ وایو چې اووه یا اته اربه ډالره لرو یعنې د څلورو اونیو څخه زیاتې د وارداتو پیسې نه لرو"

دوې زیاتوي سیمه ییزه هیوادونه، تر دې حده چې افغانستان زمونږ څخه زیاتې دبهرنیو اسعارو ذخیرې لري چې 9نیم اربه ډالره دي،هند 500 اربه ډالره او بنګله دیش واېې د 45 اربه ډالرو څخه زیاتې بهرنۍ زیرمې لري-

دهغه په وینا دا هغه معامله ده چې ټولې اقتصادې ستونزې ورسره تړلې دې-

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په وروستیو کې ويلي وو چې ايشيایي انفراسټرکچر انوسټمنټ بينک ای ایي ایي بی د پروګرام فنانسنګ لاندې د پاکستان سټيټ بينک ته پنځه سوه ميليونه ډالره منتقل کړي دي چې د پاکستان د زرمبادلې کچه به لوړه کړې-

البته څیړونکې د پاکستان اقتصادې حالات د هیواد د سیاسې حالاتو سره هم تړي.

د پیښور پوهنتون د اقتصادې څانګې پروفیسر ذلاکت خان وی او ای ډیوه ته وایي، سیاسې ثبات د یو هیواد د اقصاد د پاره ضرورې دی-

هغه وایي دا مهال په هیواد کې سیاسي بې ثباتي، ددې ترڅنګ د خوراکې شیانو او د ورځنیو اړتیاؤ دنورو شیانو دګرانۍ له امله د هیواد اقتصادي حالات دې ځائ ته رسیدلی دی-

نوموړی زیاتوي د هیواد ددغه حالاتو له امله بهرني هیوادونه پاکستان ته پور ورکولو یا دلته سرمایه کارۍ کولو څخه هم ډډه کوي-

پاکستان دا وخت د اداییګیو له اوږد لیست سره مخ دی چې د ټول مالي کال لپاره 32 اربه ډالره څخه تر 34 اربه ډالرو ته رسیږي.

د اسټیټ بینک ګورنر جمیل احمد په دې وروستیو کې ویلي چې د نومبر په میاشت کې د 1.8 ارب ډالرو اداییګیو سربیره زیرمې مستحکم پاتې دي.

بل پلو ته له نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره خبرې اترې د مالي خسارې د زیاتوالي له امله ځنډول شوي ځکه چې حکومت د مالې کال2022-23م د لومړیو څلورو میاشتو هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی-

البته، مالیه راغونډونکې وفاقې اداره ایف بي ار وایي د مالیو راټولول د 2.68 ټریلیون روپیو د پنڅه میاشتو او همدارنګه د 537 اربو روپیو میاشتنی هدف یې ترلاسه کړی دی-

د دې مثبت پرمختګ سره سره، بهرنیو هیوادونو کې دمیشت پاکستانیانو له اړخه رالیږل کیدونکو پیسو کې کمي د حکومت لپاره ریښتونې اندیښنه کیدای شي.

په تېر مالي کال کې د 31.2 اربه ډالرو په ارزښت رالېږل شوؤ پیسو کې په تېرو دریوؤ میاشتو کې کمښت لیدل شوی دی-

د پاکستان د اسټیټ بینک د نومبر د میاشتې په ۱۱مه نیټه خپور شوي رپوټ ترمخه تیر کال اکتوبر د میاشتې په پرتله سږ کال اکتوبر کې په بهرنیو هیوادونو کې دمیشو پاکستانیانو له اړه رالیږونکو پیسو کې 15.7 فیصده کمی راغلی دی-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG