لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وايټ هاوس وايي په افغانستان کې  د وي او ای نشريات  بندول د مطبوعاتو د ازادۍ نه سرغړونه ده


‎ واشنګټن- د وايټ هاوس د ملي امنیت شورا ویاند د افغان طالبانو له خوا د وايس اف امريکا ريډيو د خپرونو له بندولو وروسته ویلي دا ګام د امریکا له سترو اهدافو سره په ټکر کې دی چې د مطبوعاتو ازادي هم پکې شامله ده.

‎ویاند جان کربي وي او ای ته وویل: "دا هغه ډله ده چې وايي دوی د امريکا په ګډون د نړۍ له هیوادونو سره مشروعیت او عادي سفارتي اړیکې غواړي. ښه، یو له هغو شیانو څخه چې مونږ یې د سوله ایزو مظاهرو سربیره دفاع کوو د مطبوعاتو ازادي ده او اطلاعاتو او خبرونو ته د خلکو ثابت او د باور وړ لاس رسی دی."

‎د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لارښوونو پر اساس د زيارت/پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د وي او ای او ازادي ريډيو خپرونې په ميډيم ويوز او ایف ایم څپو بندې کړل شوې خو وي او ای د افغانستان نه بهر په ميډيم ويوز څپو خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.

‎د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړه چې "مونږ به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مطبوعاتو له ازادۍ او د خلکو له حقونو څخه دفاع کوو تر څو هغوی رسنیو او خبرونو ته لاسرسی ولري".

‎ښاغلي کربي وویل، طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي. خو د دوی کړنې د دوی له څرګندونو سره مخالفې دي او "مونږ وینو چې زده کړو ته یې د جينکو لاسرسی بند کړی او د ښاریانو په ځانګړې توګه د ښځو د مدني او بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو شاهدان یو".

‎طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو سخت بندېزونه ولګول، ښځې د یو څو دفترونو نه پرته په دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې، منځني او عالي ښوونځي د جينکو په مخ وتړل شول او ښځو ته امر وشو چې د شرعي محرم پرته سفر ونکړي.

‎د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وویل "که طالبان ځان په رسمیت پېژندل غواړي او مشروعیت ولري هغوی باید له قانوني لارو سره سم عمل وکړي".

‎مخکې له دې چې دغه بندیز ولګول شي، د وي او ای اشنا ريډيو د افغانستان نه د ورځې د ۱۲ ساعتونو لپاره د ۱۵ ایف ایم څپو او دوه منځنیو څپو د لارې شپږ ساعته په دري او شپږ ساعته په پښتو خپرونې کولې.

دغه رسنۍ په بېلابېلو خپرونو سره د افغان ولس غږ د هغو مسايلو په اړه نړۍ ته رسوي چې په کورنيو رسنيو کې د طالبانو له خوا پرې بندېز لګېدلی.

‎له دې وړاندې د امریکا غږ ټلویزیوني خپرونې د اشنا تلویزیون په نوم په طلوع، طلوع نیوز او لمر ټلویزیونونو کې خپریدلې او تر هغه وړاندې د څه باندې یوې لسیزې لپاره د افغانستان د ملي تلویزیون له لارې خپریدې، همداشان د امریکا غږ د پښتو څانګې د اتصال تلوویزیوني خپرونه چې د شمشاد محلي تلویزیون له لارې خپریدله د روان کال مارچ په ۲۷ (وري اوومه) د طالبانو له خوا بنده شوه.

‎د وي او ای آشنا ريډيو چې په افغانستان کې دننه څه باندې ۷.۳ میلیونه اوریدونکي لري د رامنځته شوې ستونزې څخه ژغورل شوی او اوس خپلې خپرونې له افغانستان څخه بهر افغان اوریدونکو ته په ۹۷۲ کیلو هرټز منځنۍ څپو وړاندې کوي.

‎ د دې ترڅنګ د اشنا ريډيو خپرونې په منظم ډول د وي او ای د سيټېلايټ (یاسټ ۴۶۹ چینل) او د دې رسنۍ له ډیجیټل چینلونو، د پښتو او دري ویبپاڼو او فیسبوک پاڼو په ګډون په منظم ډول خوريږي.

‎همدارنګه د امریکاغږ په فعاله توګه هڅه کوي چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې خپلو اوریدونکو ته د بيلا بيلو وسیلو د لارې ورسیږي.

‎د وي او ای دري راډیو خپرونې د ۱۹۸۰ کال په اکتوبر کې پیل شوې او د پښتو ريډيو خپرونې د ۱۹۸۲ کال د جولای په میاشت کې د افغانستان لپاره پیل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG