لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په هرنایي کې د کولې په کان کې بند شپږ مزدوران مړه را وایستل شول


کوټه ـــــ د بلوچستان په هرنايي ضلع کې د کولې په کان کې بند شپږ کان کیندونکي ژوندي ونه ژغوﺭل شول او د ټولو مړي را ايستل شوي دي.

د هرنايي ضلعې په شاهرګه سيمه کې د شنبې- خالي په وﺭځ د کولې یا سکرو کان د چاودنې له امله نړېدلی چې پکې شپږ کان کیندونکي بند پاتې شوي وو.

د هرنايي ضلعې مرستيال کميشنر سردار محمد رفيق ترين وايي، له شاوخوا اووه ساعته عملیاتو کولو پس هم کاميابه نه شوه چې بند کان کيندونکي و ژغوﺭي او هغه په ژوندي حالت کې ﺭا وباسي:

" د نن واقعه د مرکزي حکومت په پي ايم ډي سي ماينز ايريا کې شوې ده، له اول سهاره د پي ايم ډي سي کارکوونکي، د لېويز ځواک عسکر، ځايي کارکوونکي مزدورانو په مرسته مو د شپږ سره کارکوونکو مړي را و ايستل، اوس مو مړي روغتون ته راوړي او له ضروري کاروايي وروسته يې جسدونه د دوی ورثا ته ورکوو."

د ترين په خبره د کولې کان ډېر ژور وو او هلته د زهرجن ګېس د جمع کېدو له امله کان کيندونکي مړه شوي دي. وایي مړه شوي شپږ سره کان کیندونکې له خیبر پښتونخوا سره تعلق لري.

وايي "باچا خالد، رحمان الله، نصيب ګل تعلق د پښتونخوا له سوات، د نجيب الله او غني الرحمان تعلق له دير او د سرفراز احمد په نامه کان کيندونکي تعلق له سيمې شانګلې سره دی"۔

د ترين په خبره د کولې د دې کان د مالک او ټهیکدار پر ضد به کاریګرو ته د بنیادي اسانتیاوي نه برابرولو او حفاظتي اقدامات نه کولو پر اساس مقدمه درج کوي.

د ماينز اينډ مينرلز محکمې سېکرېټري سېدال خان لوڼي په خبره په کوم کان کې چې پېښه شوې هغه يې بند کړی او د پېښېې رپورټ يې طلب کړی، وايي " په پېښه کې غفلت کونکو ته به ضرور قانوني سزا ورکوي۔"

د ماينز اينډ مينرلز محکمې رپورټ دی چې په بلوچستان کې د کولې د کانونو شمېر 3500 دی چې پکې تر 40000 زيات کان کيندونکي کار کوي، چې لوی شمېر يې د خېبر پښتونخوا او د افغانستان د کار کونکو دی۔

د کولې د مزدورانو لپاره کار کونکي تنظيمونه تل پر حکومت نيوکې کوي او تور پورې کوي چې حکومت او اړوند محکمې خپله زمه وراري د نه تر سره کولو له امله مرګونې پېښې را منځ ته کېږي۔

خو حکومتي چارواکي بيا وايي چې د کولې مزدوران له بې احتياطۍ او لا پرواهۍ کار اخلي چې د داسې پېښو سبب ګرځي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG