لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران اخلاقي پوليس ختميږي، خو چارواکو يې په رسمي ډول څه نه دي ويلي


Iran Protests
Iran Protests

په ايران کې د مهسا اميني د پېښې وروسته چې احتجاجي مظاهرې پېل شوي، د اتوار/يکشنبې په ورځ د ايران عامه پراسيکیوټر جنرل ویلي، چې تهران په ملک کې لانجمنه اخلاقي پوليس ختموي، که څه هم د کورنيو چارو وزارت په دغه اړوند څه نه ديلي.

پبلک پراسيکیوټر محمد جعفر منتظري د اخلاقي پوليسو ختمولو ويلي خو د ايران سرکاري خبري ادارې ويلي چې هغه د دغه ځواک د مشرۍ زمه واري نه لري.

د ايران د اخلاقي پوليسو د ختمولو په اړه اعلان په داسې حال کې شوی چې په دغه هيوا کې د دوو مياشتو نه د زیاتې مودې راهسې وژونکې احتجاجي مظاهرې روانې دي.

د ستمبر په نيمايۍ کې 22 کلنه مهسا اميني د سم حجاب نه کولو په تور نيول شوې او بيا تور لګول شوی وو چې هغه په حراست کې مړه وه. خو ايراني چارواکو ويلي وو هغه د زړه دورې نه مړه وه.

د یادې پېښې وروسته په ټول ايران کې احتجاجي مظاهرې پېل شوي چې پکې د چارواکو په وينا د 300 نه زيات کسان وژل شوي دي، د تهران په وینا په دغو مظاهرو کې ګڼ امنيتي اهلکار هم وژل شوي دي.

د ايران اخلاقي پوليس د کلونو راهسې د تهران او نورو ښارونو په کوڅو کې ګزمې کوي او په ځانګړي ډول ښځې ګوري چې د دوی د مذهبي مشرانو لخواجوړو اسلاقي قاعدو سرغړونه خو نه کوي.

تيره اوونۍ د ايران د انقلابي ځواک بريګيډيير اميرعلي حاجي زادي ويلي د دغه ښځې مړينې د ايران هر تن اغېزمن کړی دی او په مظاهرو کې د هيواد ځينې غوره بچي مړه شوي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن نه د سي بي اېس په پروګرام [فېس دې نېشن] کې پوښتنه شوې چې ايا د اخلاقي پوليسو ختمېدو سره په ايران کې مظاهرې هم پای ته ورسي.

هغه په ځواب کې ویلي، "دا خبره د ايران په خلکو ده چې دوی څه وايي او د مهسا اميني د وژنو د پېښې وروسته يې د ايران په ښځو کې زړوتيا ليدلې ده چې مظاهرې يې پېل کړي دي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG