د کولمبیا په شمال لویدیځ کې سختو بارانونو د زمکې یو برخه په سړک غورځولې چې یو بس او ځیني ګاډي یې وهلي او 34 کسان یې وژلي دي.
د اتوار په ماښام د زمکې ښویدنې سره سم د شورو شویو د ژغورنې په هڅو کې د لسګونو خلکو مدد شوی دی.
چارواکو ویلي دي په مړو کې اته ماشومان شامل دي.
نهه نور کسان د پیوبلو ریکو په لیرې پرتو سیمو کې هم په ناورین کې ژوبل شوي دي.
د ملکي دفاع چارواکو وویل اغیزمن شوی بس له کالي ښار څخه له 25 مسافرو سره روان و او 270 کیلومیټره مزل یې کړی ؤ خو د انډیز له غرنۍ سیمې څخه تېرېدلو چې د زمکې په ښویېدو کې ګېر شو.
د کولمبیا رسنیو رپورټ ورکړی چې یو ماشوم د خپلې مړې شوې مور په لاسو کې پاتې ؤ او ژوندی را ویستل شوی.
یوه ژوندي پاتې شوي تن وویل چې د بس ډرایور په لومړي سر کې د زمکې ښویدنې مخې له ورغلو.
اندریس ایبرګوین Lloro Stereo ریډیو ته وویل:
"د زمکې یوه برخه ښکته روانه وه او بس لږ څه شاته و”
د باران موسم چې د اګست په میاشت کې پیل شو د کولمبیا د حکومت په وینا په 40 کلونو کې ترټولو خراب دی.
د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې نړیوال سازمان تیره اونۍ وویل ممکن د 2023 فبروري یا مارچ پورې دا بارانونه دوام وکړي.
په کولمبیا کې له دې عمله د فصلونو زیان، د خوراکي توکو د رسولو او بیعې هم لوړې شوي دي.
د جولای په میاشت کې، د کولمبیا په شمال لویدیځ کې درې ماشومان هغه وخت ووژل شول کله چې د زمکې ښویدنې یو ځاي سکول ښخ کړو. د فبرورۍ په میاشت کې، په مرکزي لویدیځ ریسارالدا صوبه کې د سختو بارانونو له امله د خټو د ښوییدو له امله 14 کسان مړه شوي وو