لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جلال اباد ښار د زرګرانو (صرافه) بازار کې چاودنه شوې


په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې سره جوخت چوک کې شوې چاودنې کې شپږ تنه ژوبل شوي دي

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي د ډسمبر په شپږمه مطبوعاتو ته په یو لېږلې پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه د ماسپښين دوه بجې د تلاشۍ چوک سره د صرافۍ په بازار کې وشوه

د وایس اف امریکا اشنا څانګې د زابلي د اعلامېې جزیات ورکړي چې وايي:

"نن ماپښین دوه بجې شاوخوا د لومړۍ ناحیې په چوک تالاشی څلور لاري کې د صرافانو په مارکیټ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له بده مرغه زموږ شپږ تنه هېوادوال پکې ټپیان شوي."

طالب چارواکو ویلي چې د چاودنې ژوبل کسان هسپتال ته رسول شوي او د هغوی وضعیت يې د ډاډ بللی دی.

په ننګرهار د طالبانو امنیتي مسؤلین زیاتوي چې د چاودنې سیمه د دوی د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې او په خبره څېړنې روانې دي.

مخکې یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط وویل چې په دغه چاودنه کې شاوخوا لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددې نه وړاندې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې په یوې چاودنې کې د اوو کسانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبرونه خپاره شول.

تر دا مهاله په ننګرهار او بلخ کې د نننیو چاودنو زمواري کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې مخکې د کابل ترڅنګ، په کندز، بلخ هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې په جوماتونو او سکولونو او د طالبانو حکومت د ځینو ادارو د عملې پر موټرو د بریدونو زمواري د داعش خراسان څانګې اخیستی.

ددې خبر ځیني معلومات د وایس اف امریکا اشنا څانګې څخه راټول کړی شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG