لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ايران کې درې ورځنی هړتال روان دی


واشنګټن - په ايران کې احتجاج کوونکو د ګل- دوشنبې د ورځ نه درې ورځنی هړتال پيل او په کاروباريانو يې غږ کړی چې خپل کاروبارونه تر درېوو ورځو پورې وتړي.

هړتال د مهسا اميني په سېپټمبر کې د مذهبي پوليسو په ولقه کې د مرګ وروستو شروع شوي احتجاج برخه ده.

احتجاج کونکو په ټول هېواد کې په دوکاندانو غږ کړی چې د شورو/چهارشنبې پورې کاروبارونه بند کړي تر څو حکومت اصلاحات وکړي.

په سوشل ميډيا خورې شوې ويډيوګانې ښايي چې د يو شمېر ښارونو په کاروباري مرکزونو کې دوکانونه بند دي او د رايټرز خبري ادارې تر مخه په دې ښارونو کې تهران، کرج، اصفحان، مشهد، تبرېز او شيراز شامل دي.

ای پي خبري ادارې ليکلي د تهران په غټ بازار کې نزدې دريمه برخه دوکانونه بند وو او د ځايي خلکو په وينا د ګل/دوشنبې په ورځ ګن شمېر بلوه ضد پوليس په مرکزي تهران کې ګمارل شوي.

د ايران د عدليه مشر غلام حسين محسيني ايجاي امر ورکړی هغه ټول خلک دې ونيول شي څوک چې دوکانداران کاروبار بندولو ته هڅوي.

هړتال په داسې وخت کې روان دی چې ولس د ايران د مذهبي پوليس د حيثيت په اړه ګنګس دی څوک چې په ښځو د پړدې قانون ورتپي.

نيم سرکاري خبري ادارې اي ايس اين ای د ايران د چيف پراسيکيوټر محمد جعفر منتظري په حواله خبر خور کړی چې د خالي/شنبې په ورځ يې ويلي “مذهبي پوليس څانګه تړل شوې ده”.

سرکاري چارواکو په دې اړه ولس ته څه نه دي ويلي خو ای پي ليکي چې په دې ورځو کې د مذهبي پوليس افسران خال خال په ښارونو کې ليدل کيږي او دا ډېر عام دي چې بې د حجاب اچولو ښځې په سړکونو ګرځي.

په ايران کې روان احتجاجونه د دوويشت کلنې مهسا اميني د مرګ نه وروستو پيل شول چې د مذهبي پوليس لخوا د حجاب په مسله نيول شوې وه. د دې په غبرګون کې د احتجاجونو لړۍ روانه شوه او د بشري حقونو د تنظيونو تر مخه د اوسه پورې پکې 471 احتجاج کونکي وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG