په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزیر د افغانستان دپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره کتلي، او ورته يې ويلي د افغانستان سرحدونه خوندي دي او د نړۍ او سيمې يو هيواد ته ترې ګواښ نشته.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت تيره شپه ناوخته [6 دسمبر] په ټويټر ويلي، د دفاع سرپرست وزیر يې مولوي محمد يعقوب په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان دپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره ليدلي دي.
ويل شوي په دغه ليدنه کې "دواړو خواو په مهمو مسلو خبرې کړي دي". او د افغانستان د دفاع وزیر ويلي چې "افغانستان محفوظ او ټولې فرضي او سرحدي پولې يې خوندي دي".
مولوي يعقوب ویلي، "د افغانستان نه د نړۍ يا سيمې يو هيواد ته هیڅ ګواښ نشته او د افغانستان خاورې ته به هم د بل کوم هیواد څخه ګواښ نه وي".
هغه د امریکايي استازي څخه غوښتي چې نړۍ دې هم د افغانستان سيمه ييز سالميت ته درناوی ولري.
د امريکا استازي تراوسه د دغه ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.
خو پرون تامس ويلي، "د هند د نوي ډهلي سفر يې کړی، او د افغانستان په اړه يې د هند او مرکزي اسيا د هيوادونو د ملي امنيت د سلاکارانو سره ليدلي دي او د بېن الافغاني خبرو په اړه یې ورسره خبرې شوي دي".
ويسټ ویلي، "د افغانستان د عبدالله عبدالله سره په خبرو کې مې په افغانستان کې په بېړنۍ توګه د ملي سياسي خبرو په ارزښت خبرې وشوې، نړيواله ټولنه په دې موافقه ده چې په افغانستان کې دغه خبرې وشي او خپله يې مشري يې وکړي".
د وي او اې اشنا ترمخه ويست ويلي، امریکا په کابل او مزار شريف کې ترهګرو بريدونو ته بزدلانه ویلي غندلي يې دي او زياته کړې يې ده، دغه ډول بريدونه هيڅ جواز نه لري.
د افغانستان په مزار شريف کې پرون چاودنه شوې اووه تنه پکې وژل شوي او شپر نور ژوبل شوي دي.
او هند هم په افغانستان کې د تشدد د پېښو په زیاتوالي او افغانستان کې د ترهګرو ډلو په فعاليت اندېښنه څرګنده کړې ده.