لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويسټ: د طالبانو قانوني حيثيت د افغان مياندو او لوڼو سره په چلند پورې اړه لري


د افغانستان دپاره د امریکې ځانګړي استازي تهامس ویسټ ويلي، "د افغانستان اقتصادي او ټولنيز ثبات د طالبانو کورنی او نړيوال قانوني حيثيت تر ډېره حده د افغانستان د مياندو او لوڼو سره د هغوی په چلند پورې منحصر/ اړه لري".

نوموړي په ټويټر ویلي، "په ابوظهبي کې يې د مولوي محمد یعقوب په مشرۍ پلاوي سره ليدلي، په دغه هېواد کې په خراب بشري وضعيت، په ځانګړي توګه د ښځو او جينکو، او باثباته، سوکاله او سوله ييز افغانستان کې د شريکو ګټو په اړه يې ورسره خبرې کړي دي".

ويسټ په بل ټويټ کې ویلي، "په طالبانو مې غږ وکړو چې د ښځو او جينکو حقونو ته درناوی ولري چې زده کړې ترلاسه کړي کار وکړي چې د دغه لارې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي".

نوموړي زياته کړې "په دغه ليدنه کې يې په افغانستان کې په امنیتي وضع، د داعش پرضد د طالبانو د هڅو، د اقتصاد دپاره د ماحول ښه کولو او روان بشری ناورين او ورته د نړيوالې ټولنې د غبرګون په اړه هم خبرې کړي دي".

تهامس ويسټ ويلي، په دوبۍ او ابوظهبي کې يې د پخواني افغان ولس مشر حامد کرزي، سياسي مشرانو او کاروباري خلکو سره هم ليدلي دي.

امریکايي استازي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې له دې وړاندې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت ويلي وو، د دفاع سرپرست وزیر يې مولوي محمد يعقوب په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان دپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره ليدلي په مهمو مسلو يې خبرې کړي دي.

مولوي يعقوب ویلي امريکايي استازي سره په ليدنه کې يې ويلي وو، "د افغانستان نه د نړۍ يا سيمې يو هيواد ته هیڅ ګواښ نشته او د افغانستان خاورې ته به هم د بل کوم هیواد څخه ګواښ نه وي".

هغه د امریکايي استازي څخه غوښتي چې نړۍ دې هم د افغانستان سيمه ييز سالميت ته درناوی ولري.

طالبان چې تير کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واکمن شوي تراوسه پورې يو ملک هم په رسميت نه دي پېژندلي.

تير کال د اکتوبر په میاشت کې رويټرز خبري ادارې د امریکايي چارواکو په دوحه کې د طالبانو د پلاوي سره د ليدو کتو خبر ورکړی وو، او د امريکايي چارواکو له قوله يې ويلي وو د واشنګټن د پلاوي د دغه ليدنې مطلب دا نه دی چې طالبان په رسميت وپېژني.

هغه ويلي وو په رسميت پېژندنه د طالبانو د هغو ژمنو سره تړاو لري چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، د ښځو حقونه خوندي کړي د کار اجازه ورته ورکړي او جينکۍ تعليم ته رسايي ولري او نورې اړونده مسلې هوارې کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG