لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې په يوه اوونۍکې د مذهب په سپکاوي تورنو دوه کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي


د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مذهب د سپکاوي په تور يو تن ته د مرګ سزا اورولې ده، دا په صوبه کې په يوه اوونۍ کې د مذهب د سپکاوي په تور دويم تن دی چې د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.

پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکي وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په پېښو کې د مرګ د سزا په اړوند اندېښنې څرګندوي او وايي چې مذهبي تندروي او اقتصادي مسلې او ځینې نور علتونه د مذهب د سپکاوي د تورونو دپاره کارول کيږي.

په مردان کې چې د ترهګرۍ ضد عدالت کوم تن ته د مزګ سزا اورولې د چارسدې سره تعلق لرونکی معروف ګل نوميږي په هغه په کال 2020 کې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی او مقدمه پرې درج شوې وه.

عدالت تورن ته د مرګ د سزا سره د 13 کاله بامشقته بند او څلور نيم لکه روپو جرمانه هم اورولې ده.

له دې يوه اوونۍ وړاندې د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت د مذهب په سپکاوي تورن ثناالله نومې تن ته د مرګ سزا اورولې وه.

په ثناالله تور وو چې هغه تېر کال د فرورۍ په مياشت کې د وټس اېپ د لارې داسې پېغامونه استولي چې پکې د پېغمبر اسلام او نورو مقدساتو سپکاوی شوی شوو.

د هغه پرضد بيا د صوابۍ سره تعلق لرونکي یو تن د مذهب د سپکاوي د مادو لاندې مقدمه درج کړې وه.

پاکستان کې وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راځي چې زياتره خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره د مذهب د سپکاوي قانون ناسم کاروي او يو ځل چې په چا د مذهب د سپکاوى تور پورې شي نو عدالت ته د رسېدو نه مخکې د پاريدلو قهرجنو خلکو لخوا ووژل شي.

د اسلامي نظرياتي کونسل قبله اياز په وينا، "که يو څوک د مذهب سپکاوی وکړي پکار ده چې پوليس ته پرې رپورټ وشي او عدالت ته بوتلل شي د قانون په لاس کې اخستو جواز نشته".

يوه اوونۍ وړاندې د امريکې حکومت د پاکستان نوم د بشري او مذهبي حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړۍ په کچه د بدنامو لسو هیوادونو په نوملړ کې اچولی دی.

د وزير اعظم شهباز شريف سلاکار مولانا طاهر اشرفي د امريکایي حکومت دغه پرېکړه رد کړې وه.

پاکستان کې د مذهب سپکاوی يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او په چا چې دا تور ثابت شي نو د قانون لاندې هغه ته د ټول عمري قید او د تېزندۍ سزا اورول کېږي خو تراوسه پورې په پاکستان کې په دې سزا عمل نه دی شوی.

پاکستان کې د لږکيو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس په خپل یو راپور کې ویلي چې تېر کال په 2021م کې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې نزدې 83 مقدمې ثبت شوي چې زياتره پکې په پنجاب صوبه کې درج شوې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG