د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي پوليسو ويلي، د امنیتي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې يې د تحريک طالبان پاکستان څلور ترهګر وژلي دي. يوه اوونۍ وړاندې په نوښار کې درې پوليس اهلکار په يو بريد کې وژل شوي وو تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې وه.
سي ټي ډي پوليسو تير د جمعې په شپه [9 دسمبر] ناوخته مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې چې ترهګرو په پوليسو ډزې کړي او بيا په مقابله کې وژل شوي دي.
د وژل شوو کسانو پېژندګلو د محمد شهباز، محمد عادل، لطيف خان چې درې واړه د پېښور بډه بېرې دي او زاهدالله تعلق د افغانستان سره دی چې دا وخت په چارسده کې اوسېدو.
د مردان ریجن سي ټي ډي پوليسو ويلي، وژل شوي څلور واړه ترهګر په چارسده، مردان او پېښور کې په وروستيو هدفي وژنو، پوليس او امنيتي ځواکونو باندې بريدونو، په تاڼو او پولیس موبايلو باندې بريدونو کې ککړ وو.
د دوی د قبضې نه د وسلې ترلاسه کولو هم ويل شوي دي.
په درېم دسمبر تحریک طالبان پاکستان په نوښار کې د درېو پوليسو د وژلو زمه واري منلې وه.
تحريک طالبان پاکستان د روان کال د مې د مياشتې راهسې ډز بندي کړې او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې وه خو په 28 نومبر يې ډز بندي ختمه کړې ده. او تر دغې وروسته يې د خېبرپښتوخوا په بنو، ډیره اسماعیل خان، چارسده، مردان او نوښار ضلعو کې په پولیسو بریدونه کړي دي.
په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی او ويلي يې وو،
"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".
د پوځ مشر ويلي وو، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".