لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانیې دفاع وزارت وايي ایران د روس له سترو پوځي ملاتړو څخه دی، ایران لا ددې دعوې جواب نه دی ویلی


واشنګټن ـــــ د برتانیې د دفاع وزارت د استخباراتو څانګې پر خپله ټویټر پاڼه په تازه معلوماتو کې دعوه کړې چې له کله راهیسې روس پر اوکراین یرغل کړی دی ایران د ماسکو له سترو پوځي ملاتړو څخه دی. ایران په دې اړه تازه جواب نه دی ویلی.

دغه وزارت د شنبې- خالي په ورځ ویلي، کېدای شي د ایران له خوا د روس ملاتړ په زیاتېدو وي، ځکه چې وایي ماسکو هڅه کوي د سلګونو بېلسټیک میزایلو په ګډون نورې وسلې ترلاسه کړي. وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"په بدل کې به روس ایران ته د بېساري پوځي او تکنیکي ملاتړ وړاندیز وکړي چې دا به د دوی اړیکې بدلې کړي".

د برتانیې د دفاع وزارت وایي امکان لري چې روس د خپلو لنډ واټن ویشتونکو SS-26 اسکانډر بېلسټیک میزایلو لویه برخه استعمال کړې وي، چې تر 500 کیلومیټره پورې 500 کیلوګرامه وسله وړلای شي. وزارت پر ټویټر لیکلي:

"که روس په دې بریالی شي چې زیات شمېر د ایران بېلسټیک توغندي تر لاسه کړي او استعمال یې کړي، نو کېدای شي دوی د اوکراین پر مهمو ملي بنسټونو باندې بریدونو ته دوام ورکړي او پسې پراخ یې کړي."

د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، واشنګټن د ایران او روس تر منځ په "ژوره او پراخېدونکې دفاعي ملګرتیا» باندې ژوره اندېښنه لري او خبرداری یې ورکړی چې امریکا به د دغو اړیکو د ګډوډولو لپاره خپل وسایل استعمال کړي.

جان کربي وایي د امریکې حکومت به هم پر خپلو شریکو هیوادونو ږغ وکړي چې د روس او ایران د ملګرتیا او د حل په اړه په اړه بحث او خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبدالهیان تېره میاشت په لومړي ځل ومنله چې روس ته یې ډرون الوتکې ورکړې دي، خو ویلي یې وو چې دا الوتکې یې د اوکراین او روس د جګړې تر پیلېدو مخکې ورکړې وې او ایراني چارواکي نه دي خبر چې روس دا ډرون څنګه استعمالوي.

د امریکې د ملي امنیت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ وویل، داسې رپوټونه یې لیدلي چې ماسکو او تهران په روس کې د وژونکو ډرون الوتکو د پیداوار لپاره د یو ګډ پلان پر جوړېدو غور کوي. کربي وایي "موږ له ایرانه غواړو چې له دې کاره را وګرزي او داسې اقدامات ونه کړي."

جان کربي خبرداری ورکړی چې امریکا به په روس کې پر هغو درو بنسټونو بندیزونه ولګوي چې د ایراني ډرون الوتکو په اخیستلو او کارولو کې فعاله ونډه لري.

د روس جنګي جرمونه:

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ په کیف کې یوه نړیوال کانفرانس ته وویل چې یو قانوني عدالت باید له روسیې سره د خپلو جنګي جرمونو په اړه حساب وکړي.

صدر زلنسکي په اوکراین کې د امن د بیرته پر ځای کېدو لپاره خپله د لسو ټکو فارموله هم بیان کړه، چې وایي د اوکراین ایټمي امنیت او د اوکراین مځکنۍ بشپړتیا دې بیرته پر ځای شي، د انرجۍ د خوندیتوب ضمانت دې ورکړل شي او له روس څخه دې ټول جنګي بندیان او جلاوطنه خلک بیرته ور ستانه شي. ولسمشر زلنسکي وویل:

"موږ باید د اوکراین ټولو ښارونو او ټولنو ته د اوکراین بیرغ بیرته را ستون کړو، موږ ضرور باید د دې جګړې اصل ذمه واري پر ترهګر ریاست [روس] باندې د ور اچولو ډاډ تر لاسه کړو او موږ باید د دې جګړې له ختمېدو وروسته د اوکراین د ټولو نسلونو د خوندیتوب ضمانت ولرو."

له اوکراین سره د امریکې مرسته:

د سپینې ماڼۍ له خوا د جمعې په ورځ په خپاره شوي یادداشت کې ویل شوي چې ولسمشر جوبایډن د اوکراین لپاره د 275 میلینه ډالرو نوې پوځي مرستې اجازه ورکړه چې د ډرون الوتکو په را غورځولو او هوایي دفاع ته د ودې ورکولو لپاره نوې وړتیاوې لري.

امریکې د صدر جوبایډن د حکومت له پیل راهیسې اوکراین ته د 20 اربه ډالرو امنیتي مرستې ورکولو ژمنه کړې ده او د فبرورۍ له 24 مې په اوکراین باندې د روس د یرغل له شروع کېدو راهیسې یې تر 19.3 اربه ډالرو زیاتې مرستې ژمنه کړې ده.

روس په داسې وخت خپلې ایټمي وسلې زیاتوي او نوې کوي چې ولسمشر ولادیمیر پوټین په بیا بیا دا وړاندیز کړی چې کولای شي د روس د ساتنې لپاره ایټمي وسلې وکاروي.

پوټین د جمعې په ورځ وویل پر لوېدیځو هېوادونو د روس باور تقریباً ختم شوی دی چې وایي دا به د اوکراین د جګړې په اړه یوې حتمي روغې جوړې ته رسېدل ډېر ستونزمن کړي.

یادونه:- په سپینه ماڼۍ کې د وي او اې د بېورو مشرې ویډا کسوارا د دې رپوټ په جوړولو کې مرسته کړې ده او ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG