لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مسلمان افریقایي هېواد مراکش د فوټبال د نړیوال ټورنمنټ سیمي فاینل ته ورسېد


واشنګټن ـــــ د افریقې او عربي نړۍ مسلمان هېواد مراکش د فوټبال لوبډلې تاریخ جوړ کړ او په قطر کې د فیفا په نړیوال کپ په لوبو په کوارټر فاینل لوبه کې یې پرتګال ته ماتې ورکړه او سیمي فاینل ته ورسېد.

فرانس هم د شنبې- خالي په ورځ په کوارټر فاینل کې انګلېنډ ته ماتې ورکړه او مراکش به راتلونکې د سیمي فاینل لوبه د چارشنبې- شورو په ورځ له مراکش سره کوي.

د مراکش لوبډلې د فوټبال د تر ټولو لوی ټورنمنټ په تقریباً 100 کلن تاریخ کې یوه تاریخي شېبه ریکارډ کړه او د شنبې- خالي په ورځ لوبه کې یې کرسټیانو رونالډو او د هغه لوبډلې ته یې په یوه ګول ماتې ورکړه.

د مراکش لوبډلې ګولچي یاسین بونو تر لوبې وروسته وویل "باور مې نه راځي، زه خوب وینم. مراکش تیار دی چې په نړۍ کې له هر چا سر مخامخ شي، موږ د هغو نسلونو ذهنیت بدل کړی دی چې تر موږ وروسته به راځي، دوی به خبر وي چې د مراکش لوبغاړي کرشمې کولای شي".

د مراکش لوبډلې له خوا د لوبې د لومړۍ نیمایي پر 43م منټ باندې یوسف النصیري ګول وکړ، وروسته د پرتګال لوبډلې په دویمه نیمایي کې د ګول کولو ډېرې هڅې وکړې خو کامیابه نه شوه.

پرتګال په لومړۍ نیمایي کې خپل تکړه لوبغاړي کرسټیانو رونالډو ته ارام ورکړ او په همدې وخت کې مراکش ورباندې زورور شو، خو په دویمه نیمایي کې رونالډو لوبې ته په راتګ ډېره هڅه وکړه خو ګول یې ونه کړ او پرتګال له نړیوال کپ څخه بهر شو.

د لوبو په میدان کې د مراکش لوبډلې ګڼ شمېر نندارچیان او پلویان موجود وو، چې د فلسطین په حق کې یې نعرې هم ووهلې او د مراکش لوبغاړو د لوبې تر ګټلو وروسته ښه جشن جوړ کړ.

د پرتګال لوبډلې د تکړه لوبغاړي په سترګو کې اوښکې وې او کېدای شي چې له دې وروسته له نړیوالو لوبو څخه په بشپړه توګه ګوښه شي، خو بلې خواته د مراکش لوبغاړو خپل روزونکی له خوشالۍ هوا ته پورته کړ او د خپل هېواد بیرغ یې پورته کړی وو.

افریقا په دې خبره ډېره خوشاله ده چې اخر یې یو هېواد د فوټبال په نړیوال کپ کې داسې کچې ته ورسېد چې په عامه توګه د یورپ او جنوبي امریکې لوبډلې ورته رسېږي.

د کېمرون لوبډله په 1990 کې، د سینېګال لوبډله په 2002م کې او د ګانا لوبډله په 2010م کال کې د فوټبال په نړیوال کپ کې کوارټر فاینل لوبو ته رسېدلې وې خو سیمي فاینل ته نه وې رسېدلې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG