لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول وايي، عمران به بيا هم پاتې راځي، پي ټي ايي د اسمبليانو ماتولو ګواښ تکرار کړی


د پاکستان پيپلز ګوند مشر او بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري ويلي، عمران خان هڅه کوي چې د ادارو څخه خپل ټايګر فورس جوړ کړي خو مخکې هم پاتې راغلی او بيا به هم ناکامه کيږي.

بلاول دغه بيان وروسته له هغې ورکړی چې پاکستان تحریک انصاف ګوند بيا ګواښ کړی چې که حکومت د 20م دسمبر پورې د انتخاباتو په اړه کومه تګلاره وړاندې نه کړه نو د خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبلیانې به ماتې کړي.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې د نوي پوځي مشر نه تمه ساتي چې د ملک سخت اقتصادي حالات به په نظر کې ساتي.

هغه ویلي، نواز شريف او اصف علي زرداري نه غواړي چې زر انتخابات وشي خو دوی به د خپل پلان ترمخه د دسمبر پورې د اسمبليانو څخه ووځي. هغه يو ځل بيا د اېن ار او ورکولو خبره تکرار کړې چې لومړۍ اېن ار او پروېز مشرف ورکړې وه او د نوم اخستو پرته یې ويلي دويمه اېن ار او بل تن چې په طاقت کې وو ورکړه.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي،

"اورېدلي مي دي چې د ګړۍ غل پريس کانفرس کړی دی، ايا هغه به د خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبلیانې ماتې کړي؟ يقيني داسې نه ده. هغه [عمران خان] وړاندې هم د غېر اييني کار دپاره ادارې خپل ټايګر فورس جوړول غوښته خو وړاندې هم ناکامه شوی او بیا به هم ناکامه کيږي".

له دغې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف فواد چودري ویلي که د 20 دسمبر پورې د نوو انتخاباتو کومه فارموله وړاندې نه کړی شوه دوی به اسمبليانې ماتې کړي.

خو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله د وړاندې نه ويلي چې پي ټي ايي دې د خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبليانې ماتې کړي حکومت تيار دی چې په 90 ورځو کې په خالي څوکيو بيا انتخابات وکړي.

د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې عمران خان د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی او د پاکستان تحریک انصاف حکومت لرې کړی شوی وو.

د عمران خان د سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ ګډ حکومت جوړ کړی، خو عمران خان بيا احتجاجونه پېل کړي او د حکومت نه غوښتنه کوي چې زر نوي انتخابات اعلان کړي.

خو د پي ډي اېم حکومت وايي انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG