لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کلنټن: اشرف غني سره د پیسو وتښتید- محب: دا خبرې ظالمانه او سپکې دي


د امرېکې د باندینو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن په اوسلو کې په صدر غني له وطنه د تېښتې او له ځانه سره د پیسو د وړلو تورونو باندې پخواني افغان چارواکو سخته ناخوښي ښودلې او په ټولنیزو رسنیو یې بحثونه راپارولي دي.

میرمن کلنټن په یولسم دسمبر د نوبل امن جایزې فورم د افغانستان: د پرمختګ د لارې لټون په نوم په یوه غونډه کې پخوانی افغان صدر اشرف غني د اوکراین د صدر زیلنسکي سره پرتله کړو، هغې وویل:

دې توپیر ته وګورۍ چې اشرف غني د خپل ژوند په خاطر له پېسو سره تښتي او زېلنسکي وايي زه نه ووځم وسلې راولېږۍ”

هغې دا هم وویل چې هغه خلک چې دا خبره کوي چې دويي حیرانه دي دويي په دې نه پوهیدل چې صدر ټرمپ انتظامیې ورته د حالاتو د بدلیدلو بشپړه اشارې ورکولې.

د هیلري کلنټن د خبرو په ځواب کې ګڼو پخوانیو چارواکو سخته ناخوښي ښودلې ده.

د صدر غني د امنیتي چارو قامي صلاحکار حمدالله محب د میرمن کلنټن خبرو ته د زړونو ازارونکې، ظالمانه او سپکې ویلي دي.

ښاغلي محب د ټویټونو په یوه لړۍ کې ویلي دي میرمن کلنټن پوهیږي چې څه وايي دغه رښتیا ندي:

"د صدر غني د صدر زیلنسکي سره پرتله کول ناسم او غیر عادلانه دي"

ښاغلي محب د پخواني حکومت په سپیناوي کې ویلي دي چې دکلنټن د ګوند رهبر افغانستان په ډاګه پرېښودلو:

"د خپلو لوظونو نه واوختلو"

هغه وویل:

"رښتیا خو دا دي چې د خپلو اتحادیانو سره د شریک هدف لپاره افغانان تر شلو کلونو قرباني شول او وجنګیدل"

د حمدالله محب په خیال سګار رپورټ د صدر غني په اړه د پیسو وړلو هغه نغارې رد کړې چې روسانو وهلې.

د میرمن کلنټن ددغو څرګندونو ورستو ګڼ شمیر طالبانو او د پخواني حکومت نقادانو یو وار بیا په پخواني حکومت د فساد بحثونه ګرم کړي دي.

پروفیسر فیض ځلاند د هیلري کلنټن د ویډیو نه په صدر غني د لګولو شویو تورونو برخه خپره کړې اولیکي:

"د تاریخ کذار"…" تاریخ هر څه حافظې ته سپاري"

د طالبانو ستر مخالف نقاد مجید قرار بیا د میرمن کلنټن خبرو ته په ډیره سخته ژبه کې ځواب ورکړی دی، هغه په خپل ټویټر پاڼه لیکي:

"مس کلنټن ستا د جعلي رول ماډلۍ پروژې دې په جهنم لاهو شي، افغانانو به مزاحمت ښودلی وې خو که ستاسو د نماینده چالاکۍ، تقسیم، بې موراله کول او غلط معلومات نه وې کامیاب شوی"

ښاغلي قرار په خپل ټویټ کې دمیرمن کلنټن په مخاطب کولو دا هم لیکلي دي چې صدر غني ستاسو د ناوړه منصوبې قرباني دی.

تیر کال په پینځلسم اګست د امرېکې په مشرۍ کې ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل، هم په دغه ورځ جمهوریت سقوط شو, پخوانیو یاغیانو او د اسلام د سخت دریځو تعبیرونکیو طالبانو په افغانستان قبضه وکړه.

مېرمن کلنټن د افغانستان نه د ځواکونو وښکلو فیصلې ته غلطي ونه ویله خو په قطر کې د طالبانو سره په معاهده یې ټکونه وکړل، هغې وویل دغه معاهده په ډېر عجلت کې وشوه او چې طالبان بیا واک ته ورسیدل نو وس خپل لوظونه نه پالي.

هغې وویل د طالبانو بیا واک ته راتګ د نورو خلکو پشان دا نده حیرانه کړې، د هغې په آند د طالبانو د 5000 بندیانو خوشي کولو په رنګ نورې اشارې وې چې:

"داسې کیدونکي دي"

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG