لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي طالبانو د چمن په پېښه بخښنه غوښتې، خو طالبانو د بخښنې څه نه دي ویلي


په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، د اتوار/يکشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپين بولدک-چمن د تګ راتګ په لاره شوې پېښه کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دغه ډول پېښو تکرار د افسوس وړ دی. پاکستان ويلي، د افغانستان د لوري لومړی ډزې شوي پاکستاني عام وګړي پکې وژل شوي او طالبانو په پېښه معافي غوښتې ده.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو یادې پېښې ته خواشینوونکې ویلي چې د دغه ډول پېښو تکرار د افسوس وړ دی، خو د معافۍ غوښتو یې نه دي ویلي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سپين بولدک-چمن په پېښه کې دواړو خواو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ويلي خو دا چې افغانستان لوري ته څومره مرګ ژوبلې اوښتي تفصيل يې نه دی ويلی.

د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالقهار بلخي په ټویټر ويلي، طالبان هڅه کوي چې د دغه ډول پېښو مخنيوي وشي او د پاکستان نه هم غواړي چې د داسې پاروونکو کړنو مخنیوي ته سنجيده توجه وکړي، کومې چې د تاو تريخوالي سبب ګرځي او د دواړ هيوادونو په اړيکو منفي اغېزې کوي.

پاکستان ويلي، د افغانستان د لوري په ډزو کې اووه عام پاکستاني وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [12 دسمبر] د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې ويلي، "په چمن کې ډزې د افغانستان لخوا شوي، زمونږ خلکو په پوله ازغن تار جوړولو د هغو [طالبانو] لخوا ډزې شوي په لومړي سر کې په ډزو کې کوم تاوان نه وو خو وروسته یې غټه وسله وکاروله، پينځه تنه هلته وژل شوي او دوه نورو بيا کوټې ته په لاره ساه ورکړې ده".

خواجه اصف ویلي، "د پاکستان لخوا په ځوابي ډزو کې پوسته په نخښه شوې او د طالبانو پوځيان جنګيالي د اته و نه تر نهه پورې وژل شوي دي. بيا په پوله د کمېټۍ غونډه شوې او ثابته شوې چې غلطي د افغانستان وه او د دې پېښې په شا کوم مقصد نه وو په کوم نيت نه ده شوې داسې کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي".

د نوموړي په خبره "دا پېښه په داسې کلي کې شوې چې نيم د افغانستان او نیم پاکستان لوري ته دی او بيا پېښه په دې ختمه شوې چې طالبانو منلې چې قصور د هغو دی او معافي يې غوښتې ده او بيا د نه کېدو باور يې ورکړی دی".

له دې وړاندې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم دغه پېښه په کلکه ټکو غندلې او ويلي يې په افغانستان کې عبوري حکومت دې دا خبره يقيني کړي چې بيا داسې پېښې ونه شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او پوځ د طالبانو د سرحدي ځواک په ډزو کې د شپږو پاکستانيانو د وژلو او 17 ژوبلېدو ویلي او زياته کړې يې وه "دغه ډول پېښې د دوه وروڼو هيوادونو ترمنځ د ورورولۍ اړيکې نه ساتي. افغان چارواکي خبر کړی شوي چې د دغه ډول پېښو تکرارېدل ونه شي او د زمه وارو پرضد دې کلک ګامونه پورته کړی شي".

د نومبر په میاشت کې د افغانستان سره د چمن په پوله د يو پاکستاني امنيتي عسکر د وژنې د پېښې وروسته دروازه د يوې اوونۍ پورې تړل شوې، چې له امله يې په پوله ګڼ شمېر کې خلک د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې شوي او د سوداګرو په وينا دوی ته د کروړونو روپو تاوان اوښتی وو.

له دغې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ دپاره د خېبرپښتونخوا د کورمې ضلعې او پکتيا ولايت ترمنځ په پوله د ځمکې په سر د شخړې د يوې پېښې وروسته د تجارت او تګ راتګ دپاره د خرلاچي پولې لاره هم تر لسو ورځو دپاره تړل شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG