لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په کابل کې په هوټل د بريد زمه واري منلې


کابل کې پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ په هوټل د شوي بريد زمه واري داعش منلې ده. د طالبانو وياند ویلي په هوټل حمله کوونکي درې کسان وژل شوي وو.

د رویټرز ترمخه داعش په ټیليګرام د برید زمه واري منلې ده.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه په حمله کې په هدف شوی هوټل د چینايي وګړو دپاره مقبولیت لرلو.

ځينې راپورونه وايي داعش ویلي دغه بريد دوه کسانو کړی په هوټل کې موجودو خلکو يې چاودنې او ډزې کړي دي. په ټولنیزو رسنيو د دوه کسانو عکسونه هم خپاره شوي د چا په اړوند چې ويل کيږي بريد دوی کړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون د درېو برید کوونکو وژلو دعوه کړې او ويلي يې وو چې په هوټل کې ټول مېلمانه ژغورل شوي څوک بهرنی نه دی وژل شوی، يواځې دوه بهرنيان ژوبل شوي چا چې د کړکۍ نه لاندې دانګلي دي.

په کابل کې د ایمرجنسي په نوم غېر دولتی ادارې ويلي، چې د دوی ایمرجنسي روغتون ته 21 ژوبل کسان ور وړل شوي او درې پکې مړي دي.

د چین سرکاري خبري ادارې شین هوا ويلي چې د کابل په شهرنو يا نوي ښار کې حمله د چینایانو د یوې مهمان خانې سره نزدې شوي او دا چې په کابل کې د چین سفارت د حالاتو په غور کتنه کوي.

روېټرز خبري اداره وايي په شهر نو کې د حملې نه یوه ورځ وړاندې په کابل کې د چین سفیر د طالبانو موقتي نایب خارجه وزیر سره ولیدل، د امنیت او په نورو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې او د خپل سفارت د امنیت دپاره يې د نورې توجه غوښتنه وکړه.

داعش خراسان له دې وړاندې هم په کابل کې د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

داعش خراسان په دويم دسمبر په ورځ کابل کې د پاکستان د سفارتخانې په ناظم الامور د شوي برید زمه واري هم منلې وه چې پکې د پاکستان شارژدافير/ناظم الامور عبېدالرحمان نظاماني خوندي پاتې شوی خو د هغه یو ساتونکی پکې سخت ژوبل شوی وو.

داعش ويلي دغه بريد يې دوه وسله والو کړی وو. خو طالبانو ویلي په دغه بريد کې ککړ د داعش بهرنی غړی يې نيولی وو.

داعش د ستمبر په مياشت کې په کابل کې د روس د سفارتخانې په وړاندې د ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه. په دغه بريد کې شپږ تنه وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG