لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مېسي ټیم، ارجنټینا د فټبال فاینل کې



د فټبال تر ټولو مشهور لوبغاړي لیونل مېسي په مشرۍ کې د ارجنټینا لوبډله د 2022م فټبال نړیوال کپ پای لوبې یا فاینل ته اووتله.

ارجنټینا په قطر کې نن د سېمي فاینل په لوبه کې کرواېشیا ته په 0-3 ګولونو ماتې ورکړه. په ننۍ لوبه کې د مېسي او د پنډوس (بال) تر منځ ملګرتیا د لوبې ماهرینو ستایله. د فټبال د نړیوال کپ د لوبو خپرولو لپاره د امریکا د ټي وي لپاره د لوبو یو شنونکي مېسي لپاره یو وخت د “جادوګر” کلمه وکاروله.

د سېمي فاینل په لومړۍ برخه کې د کرواېشیا د ګولي د خطا په سر رېفري ارجنټینا ته پېنلټي ورکړه او مېسي د پېنلټي د لارې لومړی ګول وکړو. دوېم ګول د ارجنټینا بل لوبغاړي جولین الوریز په يواځې سر وکړو. او دریم ګول د لوبې په دویمه برخه کې د مېسي په ‘پاس’ بیا الوریز خپل دویم او د ارجنټینا لپاره دریم ګول وکړو.

کرواېشیا ته د ګول لپاره څو وارې چانس په ګوتو ورغلی وو خو د ارجنټينا په دفاع ماتولو کې تر اخېره ناکامه پاتې شول. لوبه زیاتره یو اړخیزه وه او چې کله به هم بال د ارجنټینا لوبغاړي اخستلو نو په میدان کې به شور جوړېدو.

دا شپږم ځل دی چې ارجنټینا د فټبال د نړیوال کپ فاینل ته اووځي. تر اوسه ارجنټینا دوه ځله، په 1978 او 1986 کې د فټبال نړیوال کپ ګټلی دی.

د ډېيګو مېراډونا وروسته، مېسي د ارجنټينا سره بل لوی نړیوال لوبغاړی دی. دا ځل د فټبال ماهرین په خپلو څېړنو کې اکثره وايي چې مېسي کېدای شي د راتلونکي اتوار په ورځ د فاینل لوبه وګټي او کپ اوچت کړي.

د ډسمبر په 14مه د فرانس او مراکش تر منځ د سېمي فاینل وروسته به معلومېږي چې فاینل کې به د ارجنټینا مقابله چا سره وي.

د امریکا د فاکس ټي وي لپاره د فټبال څېړونکو د کرواېشیا پر ضد د مېسي د ښې لوبې د یو څو نمونو وړاندې کولو وروسته وېل چې د فټبال اکثره مینه وال نړیوال کپ د مېسي په لاسونو کې لیدل غواړي.

که د فاینل نتیجه هر څنګه وي خو د مېسي لپاره اوسنی نړیوال کپ د هغه د فټبال د لوبغاړي په توګه اخیري سیالۍ یا ټورنامنټ دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG