لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايراني عدالتونو 400 مظاهره چيانو ته د بند سزاګانې اورولي


د تهران عدليې د نهې/ سه شنبې په ورځ د مهسا اميني د مړینې د پېښې وروسته پېل شوو مظاهرو په مهال د بېلابيلو تورونو په سر 400 کسان سزا کړي جېل ته يې لېږلي او د لسو کالو بند پورې سزاګانې یې ورته اورولي دي.

د ستمبر په مياشت کې د ايران اخلاقي پوليسو 22 کلنه مهسا اميني د سم حجاب نه کولو په تور نيولې او هغه بيا مړه شوې وه. بيا تور لګول شوی وو چې هغه په حراست کې مړه وه. خو ايراني چارواکو ويلي وو هغه د زړه دورې نه مړه شوې وه.

د یادې پېښې وروسته په ټول ايران کې احتجاجي مظاهرې پېل شوې چې تراوسه روانې دي.

د ايران په حکومت تور لګي چې د مظاهره چیانو پرضد يې قوت کارولی، په مظاهره چيانو يې تشدد کړی او نيولي يې دي.

د تهران د عدليې مشر علي الغاسي مهر ویلي، په تهران صوبه کې د اړي ګړي جوړوونکو پرضد جوړو قضيو په اورېدنو کې 160 کسانو ته د پينځه و نه تر لسو کلونو پورې بند سزاګانې اورولي، 80 کسانو ته د دوو نه تر پینځه و کلونو او 160 کسانو ته د دوو کلونو بند سزاګانې اورول شوي دي.

دغه خبر د ميزان انلاين په وېب پاڼه خپور کړی شوی دی.

په ايران کې په تيره اوونۍ کې د اړي ګړي په تور کې دوه کسان اعدام کړی شوي او د ایران دغه عمل په نړيواله کچه غندل شوی دی. د ګل په ورځ ماجد رضا رهنوارد او محسن شکاري د زیارت په ورځ اعدام کړی شوي وو.

ايران ويلي دغو کسانو ته يې د ايران د اسلامي شرعي قانون لاندې د محاربه په تور سزاګانې ورکړي دي، د دې مطلب د خدای خلاف جګړه يا دشمني ګڼلی شي او سزا یې مرګ دی.

د اعدام يا تېزنۍ د دغو دوه د سزاګانو نه وړاندې د ايران عدليې ويلي وو چې د مظاهرو په مهال د جرمونو په تور کې 11 کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي، نور هم ګڼ کسان د داسې تورونو سره مخ دي چې د مرګ سزا ورته اورول کېدی شي.

په ايران کې په 16 ستمبر د پېل شوو مظاهرو وروسته د زرګونو په شمېره کې کسان نيول شوي دي.

د ايران يو لوړ پوړي چارواکي په درېم دسمبر ويلي وو د مظاهرو په مهال د ناامنۍ په پېښو کې د 300 نه زيات کسان وژل شوي خو د بشري حقونو کار کوونکي وايي د وژل شوو شمېره د 400 نه زیاته ده.

راپورونه وايي په ايران کې تراوسه پورې د 18000 پورې کسان نيول شوي او په دوی کې د 2000 نه په زياتو مقدمې روانې دي.

[خبر د اې اېف پي په مننه]

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG