لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مراکش ته له ماتې وروسته به فرانس له ارجنټینا سره د فوټبال د نړیوال کپ په فاینل کې لوبېږي


واشنګټن ـــــ په قطر کې د فوټبال په نړیوال کپ لوبو کې د سېمي فاینل دویمه لوبه د فرانس او مراکش تر منځ وشوه، چې فرانس په دوو ګولونو وګټله او پایلوبې ته ورسېد، خو مراکش له پاتې شو.

مسلمان افریقایي هېواد مراکش د فټبال په تاریخ کې په لومړي ځل سېمي‌ فاینل ته رسېدلی وو او په دې هیله وو چې فاینل ته په رسېدلو به یو نوی تاریخ جوړ کړي، خو په سېمي فاینل کې له ماتې خوړلو سره له نړیوال کپه بهر شو.

د امریکا د فاکس ټي وي د لوبو چېنل کې څېړونکو د مراکش لوبډلې د کمال او مهارت ستاینه وکړه. هغوی ووېل د مراکش اوسنۍ لوبډلې چې د فوټبال په روان نړیوال کپ کې کومه لوبه وکړه دا به د مراکش نوی نسل تر ډېرې مودې یاد ساتي او ویاړ به پرې کوي.

د فرانس ولسمشر ایمانویل مېکرون هم د خپل هېواد د ګڼ شمېر نندارچیانو او د خپلې لوبډلې د پلویانو غوندې د دوحې د فوټبال لوبو په میدان کې د لوبې لیدو ته ناست وو او د خپلې لوبډلې پوره ملاتړ یې کاوه.

د فرانس له اړخه لومړی ګور تهیو هرنانډس د لوبې تر پیلېدو پینځه منټه وروسته وکړ او دویم ګول رېنډل کولومواني په 79م منټ کې وکړ، خو مراکش یې په جواب کې یو ګول هم ونه کړ.

د فرانس لوبډلې له لومړي ګول وروسته د مراکش لوبغاړو پر مخالفې لوبډلې بریدونه زیات کړل، خو ګول یې ونه کړ او په لوبه کې د صفر په مقاله کې په یو ګول د منځ دمه یا وقفه شروع شوه.

په دویمه نیمايي کې مراکش خپله تګلاره بدله کړه او د ګول کولو څو موقعې په لاس ورغلې، خو ونه توانېدل چې ګول ادا کړي، په همدې حال کې فرانس دویم ګول هم وکړ.

له هغه وروسته هم د مراکش لوبډلې ښه زیار وکړ او په وروستیو څو منټو کې یې پرله پسې د ګول کولو هڅه وکړه خو کومه ګټه یې ونه کړه او فرانس لوبه د صفر په مقاله کې په دوو ګولونو وګټله.

په نننۍ لوبه کې داسې شېبې هم ولیدل شوې چې د فرانس په مقابله کې د مراکش لوبغاړو زیات وخت بال د ځان سره ساتلی وو، دوی څو وارې په فرانس د ګول کولو هڅې هم وکړې.

د لوبې په دویمه برخه کې یو ځل د مراکش د لوبغاړي په شا لور ته لته باندې ګول قابو شوی وو او بیا د لوبې اخر کې هم مراکش په فرانس وېره تېره کړه.

فرانس د فټبال د تېر نړیوال کپ ګټونکې لوبډله ده او د لوبې ماهرینو د وړاندې نه دا اټکلونه کړي وو چې د سیمي فاینل د ګټلو لپاره د فرانس امکان زیات دی.

د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ د فوټبال د دې روان نړیوال کپ په لومړۍ سېمي فاینل لوبه کې ارجنټینا کروشیا ته د صفر په مقاله کې په درو ګولونو ماتې ورکړه او فاینل ته ورسېد.

د فیفا د فوټبال فاینل لوبه به د راتلونکي اتوار- یکشنبې په ورځ د فرانس او ارجنټینا د لوبډلې تر منځ کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG