لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسیې امريکا ته خبرداری ورکړی چې اوکراين ته پيټريټ توغندیو لېږلو څخه دې ډډه وکړي


Russia Ukraine War Patriot Missiles

واشنګټن- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت امريکا ته خبرداری ورکړی چې که چیرې امريکا اوکرين ته پيټريټ ميزايل ورکړل، روس به دا قهر پارونکی ګام وبلي او کېدای شي کرېملېن ورته ځواب ووايي.

د وزارت وياندې ماريا زخاروا ويلي د امريکا لخوا په اوګرين کې پيټرېټ توغندي لګول چې د روس د هوايي حملو مخه پرې ونيسي به په دې معنا وي چې امريکا غواړي هلته خپل رول زیات کړي او د کيف د حکومت سره مرسته کول غواړي چې د روس د لسو مياشتو جنګ په شا وتمبوي خو دا به ممکن خپلې اغېزې ولري.

وياندې دا څرګنده نه کړه چې روسیه به څه قسم غبرګون وښيي خو ويې ويل چې امريکا دې د روس د خبرداري نه صحيح جاج واخلي چې دغه وسله لېږل به روس ته د حملو کولو يو قانوني هدف ورکړي.

هغې وويل د امريکا وسلې اوکراين ته لېږل د وړاندې نه ښيي امريکا په دې جنګ کې فريق دی.

امريکا دې اوونۍ خبريالانو ته منلي چې د لوظنامې په ترڅ کې اوکرين ته پيټريټ ميزايل لېږي د کومو غوښتنه چې ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي کړې چې د روسي هوايي حملو نه خپله دفاع وکړي او خپل بنيادي انفراسټرکچر لکه د بجلۍ او اوبو سپلاي بچ کړي.

د وايټ هاوس او د پينټاګان چارواکو په دوامداره توګه ويلي چې د اوکرين هوايي ځواک توانمندول يې لومړيتوب دی خو دا اونۍ يې ښکاره کړه چې پيټريټ توغندي هم ورکوي.

البته د روس د اوکرين په انفراسټرکچر د بمبارۍ په ترڅ کې امريکايي چارواکو به ويل پرېکړه يې کړې چې د اوکرين هوايي دفاعي نظام قوي کول ضروري دي.

امريکايي چارواکو د زيارت/پنج شنبې په ورځ ويلي دوی د اوکرين د جنګي ځواک د غړو د روزنې عمل نور هم غځوي او دا نوي هدايات په جرمني کې ګريفېنور تربيتي مرکز ته ورکړل شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتو ژبې د مزاحمتي شاعر ملا عبدالسلام اشېزي 49م تلين ولمانځل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG