لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مرکزي بینک وایي په ملک کې غیر ملکي پانګونې تر نیمایي زیاتې راکمې شوې دي


د پاکستان مرکزي بینک وایي په ملک کې غیر ملکي پانګونې د نیمایي نه زیاتې راکمې شوې دي او د نومبر په میاشت کې په دې 48 فیصدي کمی راغلی دی.

اقتصادي پوهان وایي اقتصادي او سیاسي ثبات نه علاوه په سیاست او اقتصاد کې د سیکورټي ادارو لاس وهنه هم ده چې له امله یې زيات سرمایه کاران د پانګونو څخه ډډه کوي.

اقتصادی پوهان په دې اند دي چې د حکومتي پالیسو له وجې هم سرمایه کاري نه کیږی او بیا په پاکستان کی د توانایۍ د لوړو بیعو له امله په تجارت لګښتونه زیات دي.

مرکزی بینک وایي سږکال په وړومبیو پنځوؤ میاشتو کې غیر ملکي پانګونې 51 فیصدي کمې شوي او د اکتوبر په مقابله کې په دې کې په نومبر کې 48فیصدي کمی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې دحکومت مخالف سیاسي ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان د پنجاب او خيبر پختونخوا د صوبایي اسمبلو د ماتولو اعلان کړی اؤ دڅېړونکو په وینا دې اقدام سره به په ملک کې سیاسي ګډوډي نوره هم زیاته شي.

د اقتصاد ماهر اشتیاق احمد وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې اقتصادي او سیاسي بې ثباتي تر ټولو زیاته ده چې له وجې یې د ملکي او غیر ملکي سرمایه کارانو اعتماد ته نقصان رسیدلی دی.

هغه وایي په پاکستان کې د امنیتي ادارو له خوا په سیاست او اقتصاد کې لاس وهنه هم د غیر ملکي پانګونو د نشتوالی سوب ګرځي.

"تاسو چې څومره ترقي یافته هېوادونه ګورئ هلته د امنیتې ادارو په تجارت او اقتصاد کې هیڅ لاس نه لري او سرمایه کار په هغې هر هېواد کې د سرمایه کارۍ نه ډډه کوي چرته چې امنیتي ځواکونه زیات مضبوط وي ځکه چې هغوي څه وخت څه هم کولی شي او دا په نړۍ کې په ریکارډ خبره ده چې هلته پانګونې نه کیږي"

د پاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال 2023م په تیرو پنځوؤ میاشتو جولایي نه تر نومبر پورې پاکستان کې 430میلینه ډالره سرمایه کاري شوې ده خو تیر کال هم په دې موده کې غیر ملکي سرمایه کاري 885 میلينه ډالره وه .

سټیټ بینک وایي په نومبر کې 81.8 ملينه ډالره پانګونې شوي چې د تیرې میاشتې اکتوبر په مقابله کې 48 فیصدي کمې دي، په اکتوبر کې 158میلینه ډالره سرمایه کاري شوې وه.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي سیاسي او اقتصادي بې ثباتي په خپل ځاي خو په پاکستان کې د غیر ملکي سرمایه کارۍ دپاره په اقتصادي پالیسو کې تسلسل ته اړتیا ده .

هغه وایي د توانایۍ د ګرانو بیعو له وجې هم په پاکستان کې تجارت او پانګونی نه کیږي.

"په پاکستان کې په تجارت خرڅونه زیات دي او بیا د پانګه والو نه چې څومره مالیا اخستل کیږي، سرمایه کار دې ته ګوري چی هغه ته ګټه څومره ترلاسه کیږي او هغه په ټيکسونو کې څومره پیسې ورکوې او دا چې پالیسي هم برقرار ساتل کیږي که نه"

اقتصادي پوهان وایي غیر ملکي پانګونو کې نیم په نیمه کمی د پاکستان د اقتصاد دپاره یو غټ چیلنج دی ځکه چې د مرکزي بینک په وینا د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 6.7 اربه ډالره ته راکوزه شوې ده.

مرکزي بینک وایي چې کرنټ اکاونټ او تجارتي خساره کمه شوې ده خو د پوهانو په وینا ددې منفي اغیزې په اقتصادي پرمختیا کیږي.

دمرکزي بینک له مخې د چین لخوا پانګونې په پنځوؤ میاشتو کې د 125 میلينه ډالرو نه 102 میلينه ډالرو ته راکوزې شوې دي چې بنیادي وجه یې په پاکستان کې خراب اقتصادي صورت حال ګڼل کیږي.

د متحده عرب اماراتو له خوا پانګونې 81میلینه ته زیاتې شوي او تیر کال په دې موده کې 62میلینه ډالره سرمایه کاری شوې وه .

سټیټ بینک وایي تر ټولو زیاته سرمایه کاري د توانایۍ په څانګه کې 204 ملينه ډالره شوې.

دبینک په وینا په تیرو پنځوؤ میاشتو کې نزدې 15 ملينه ډالره پانګونې د پاکستان نه بهر هم تلې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG