لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د يمن سره په جنګ کې د سعودي د ملاتړ دفاع کوي


واشنګټن- وايټ هاوس د جمعې په ورځ د خپلې هغې پرېکړې دفاع کړې چې په سينټ کې د جنګ د اختيار د قرارداد مخه ونيسي د کوم له وجې چې به د يمن په جنګ کې د سعودي عرب د پاره د امريکا ملاتړ ختمېدو او د سفارتي خبرو اترو لار به بندېده.

د امريکا د قامي امنيت کونسل وياند جان کېربي د وي او ای سره په مرکه کې ويلي “مونږ غواړو چې امن راشي او قايم پاتې شي. او هم دا وجه چې کله مونږ وايو پکار ده چې سفارتي هلې ځلې دې کاميابې شي”.

کېربي وويل امريکا د ملګرو ملتونو د امن معاهدې او د امن د خبرو ملاتړ کوي کوم چې تر يو حده کاميابی موندلی او زياته يې مونږ غواړو دا خوندي کړو او دا په مخکې بوځو.

حکومت دې اوونۍ د ورمنټ نه د ازاد منتخب شوي سنيټر برني سينډرز سره د هغه په قرارداد اختلاف وکړو د کوم له مخه چې به د سعودي د پاره د امريکا د ملاتړ مخه نيوله.

د سخت مخالفت او د ولسمشر جو بايډن لخوا د ويټو کولو د دړکې او د اکثريت نه موندلو په ترڅ کې برني سينډرز خپل قرارداد بيرته واخست او د وايټ هاوس سره نورو خبرو اترو کولو ته رضا شو.

سينډرز وويل “زه دې ته سترګې په لار يم چې د حکومت سره يو ځای کار وکړم څوک چې د قرارداد مخالفت کوي او ګورم که يوه داسې لار راوباسو چې مظبوطه او اثرناکه وي. که مونږ داسې ونه کړی شول زه به بيرته راځم.

حکومتي چارواکو په دې اړه د نور تفصيل ورکولو نه ډډه کړې.

د يمن جنګ په کال 2014 کې شروع شوی کله چې شيعه هوثي جنګيالو د چا پلوي چې ايران کوي د يمن سرښار ثنا ونيولو او بيا د اوباما حکومت په کال 2015 د سعودي عرب په مشرۍ کې د ختيځ د هېوادونو د اتحاد مرستې شروع کړې. يمن د اتحاد د لاسه په اقتصادي توګه يواځې ګړل شو او تر يو حده دا جنګ د سني شيعه يو پټ جنګ وګرځېدو.

د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه په دې جنګ کې 370,000 خلک وژل شوی چې 60% خلک پکې نېغ په نېغه د جنګ نه بلکې د لوږې، تندې او د صحت د ستونزو نه مړه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG