لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلی پښتون اداکار فردوس جمال کېنسر شوی، وزیراعظم یې علاج کې د مرستې ژمنه کړې


پاکستان کې دفلم،ټي وي،ریډیو اؤ تهیټر وتلی پښتون هنرمند فردوس جمال دکینسر په ناروغۍ داخته کیدو له امله روغتون کې بستر کړل شوی دی اؤ دهیواد وزیراعظم شهباز شریف هغه ته باور ورکړی دی چې حکومت به یې په علاج کې هر رقم مرسته کوي.

دپېښور سره تړاؤ لرونکی 68 کلن فردوس جمال چې په سوونو دټي اؤ ریډیو ډرامو اؤ فلمونو کې یې مرکزي کردارونه لوبولي،دتېرې څه مودې راهسې یې په یو شخصي روغتون کې علاج روان دی اؤ تېره ورځ وزیراعظم شهباز شریف هم هغه ته ټیلي فون کړی اؤ دصحت حال یې ورله معلوم کړی دی.

وزیراعظم دهنر په نړۍ کې دفردوس جمال خدمتونه ستایلي اؤ باور یې ورکړی چې حکومت به یې دهغه په علاج کې هر رقم مرسته کوي.

وزیراعظم فردوس جمال ته ویلي چې ټول قام دهغه د روغې څټې لپاره دعا کوي اؤ په علاج کې به یې هیڅ کسر نه پرېښودل کیږي.

فردوس جمال 70 په لسیزه کې د17 کلنۍ نه دهنر میدان کې قدم ایښې اؤ هغه په وړومبي ځل د پي‌ ټي وي پېښور څخه په یوه هندکو ډرامه کې دکار کولو نه دخپل فني سفر اغاز کړی ؤ.

فردوس جمال پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وؤ هغه د وړوکوالي نه دهنر سره مینه لرله اؤ کله چې یې اداکاري شروع کړه نو دښه مستقبل لپاره د پېښور نه لاهور ته منتقل شو اؤ دغلته یې په قامي کچه ډرامو کې دکار موندلو لپاره ډیرې سختې سوختې تیرې کړې دي.

هغه لږ تر لږه 300 د ټي وي په اردو،پښتو او هندکو ډرامو کې مرکزي کردارونه لوبولي دي،نزدې 100 د ریډیو اؤ داسټیج په 150ډرامو اؤ 50 فلمونو کې یې هم کار کړی دی .

ددې ترڅنګ هغه د ډایریکټر،پروډیوسر، اینکر اؤ اناونسر په توګه هم ذمه وارۍ ترسره کړې دي.

دپاکستان حکومت فردوس جمال ته په غوره هنري خدماتو په کال 1986م کې صدارتي ایوارډ ورکړی اؤ په کال 2001م کې وایس اف ملینیم ایوارډ هم ترلاسه کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG