لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د میسي ارجنټینا فرانس ته په ماتې ورکولو د فټبال نړیوال کپ وګټو


Lionel Messi merayakan kemenangan Argentina dalam babak final Piala Dunia 2022 saat melawan juara bertahan Prancis. (Foto: REUTERS/Hannah Mckay)
Lionel Messi merayakan kemenangan Argentina dalam babak final Piala Dunia 2022 saat melawan juara bertahan Prancis. (Foto: REUTERS/Hannah Mckay)

د ۲۰۲۲م کال د فټبال نړیوال کپ فاېنل لوبه کې د یوې سختې او خوندورې مقابلې وروسته ارجنټینا په پینلټیانو فرانس ته ماتې ورکړه او په دریم وار د فټبال ورلډ چمپېن شو.

د ارجنټینا لخوا د لوبې پېل په فرانس د تندو حملو سره وشو او د فرانس لوبغاړي یې ډیر کم بال اخستو او د ارجنټینا اړخ ته وړو ته پرېښودل.

د لوبې په ۲۳م منټ کې لېون میسي په پلنټۍ لومړی ګول وکړو او د دغې ۱۶ منټه وروسته ډی مریا د مک السټر په یو ښکلي پاس د ارجنټینا لخوا دویم ګول وګړو. د دغې ګول وروسته د فرانس لوبډله د لومړي هاف ختمیدو پورې د فشار لاندې وه او لوبه زیاته د ارجنټینا په قابو کې وه.

د دویم هاف یا برخې پېلیدو ورسته د فرانس د لوبډلې لوبه بدله ښکاریده او د ارجنټینا په ګول یې حملې تیزې کړې. د فرانس ایمباپې د لوبې په ۸۰ منټ کې لوبه په بله واړوله او په یو نیم منټ (۹۰) سېکنډه کې یې پرله پسې دوه ګولونه وکړل، د ارجنټینا برتري یې ختمه کړه او لوبه په ۲-۲ برابره شوه.

د فرانس کیلیان ایمبا پی که څه هم درې ګولونه وکړل او لومړۍ پېنلټي یې هم کامیابه وه خو د میسي د ورلډ کپ ګټلو خوب یې مات نه کړی شو.
د فرانس کیلیان ایمبا پی که څه هم درې ګولونه وکړل او لومړۍ پېنلټي یې هم کامیابه وه خو د میسي د ورلډ کپ ګټلو خوب یې مات نه کړی شو.

د دواړه ګولونو وروسته که یو خوا د فرانس لوبډلې لوبه نوره هم تنده شوه او د ارجنټینا لوبډله یې د خپل ګول په دفاع کولو مجبوره کړه.

د لوبې وخت ختمیدو وروسته په اضافي ۸ منټو کې دواړه لوبډلو په یو بل پرله پسې د ګول کوښښونه وکړل خو دواړه بیا ښه په نره د مخالف ټیم د حملو دفاع وکړه. په دغه ۸ منټو کې هم کومې لوبډلې ګول وه نه کړی شو او لوبه کې د نیم ساعت اضافي وخت ورکړی شو.

د اضافي وخت په لومړۍ برخه کې کومې لوبډلې ګول وه نه کړی شو خو د دویمې برخې یا هاف کې د لوبې په ۱۰۸م منټ کې میسي ګول وکړو او لوبه بیرته د ارجنټینا په حق کې شوه.

په ۱۱۷ منټ کې بیا فرانس ته بل پینلټي کک مېلاو شو او ایمباپی د فرانس لخوا دریم ګول وکړو او لوبه بیا په ۳-۳ برابر شوه.

د اضافي وخت په اخیرو دقیقو کې دواړه لوبډلو په یو بل سختې حملې وکړې خو یوه لوبډله هم په ګول کولو کې کامیابه نه شوه. د دغې وروسته لوبه پینلټيانو ته لاړه.

د پینلټیانو په برخه کې د فرانس ایمباپی لومړی ګول وکړو خو د هغه وروسته دواړه لوبغاړو په پینلټیانو ګولونه وه نه کړل شول، بلخوا د ارجنټینا میسي او نورو ملګرو یې په خپلو پلنټیانو ګولونه وکړل او د میسي ارجنټینا د ایمباپی فر انس ته په پېنلټیانو په ۴-۲ ماتې ورکړه او په دریم وال د فټبال نړیوال جام چمپین شو.

ارجنټینا او فرانس د دې وړاندې دوه دوه وارې نړیوال کپ ګټلی او د فاېنل لوبې وړاندې چې څنګه اټکل کیدو چې دغه لوبه به خوندوره او سخته وي هم دغه شان وشوه. که څه هم د ارجنټینا لوبډلې په فرانس زیاتې حملې وکړې او په لومړۍ برخه کې لوبه د میسي د ټیم په کنټرول کې وه.

په فاېنل لوبه کې د ارجنټینا لوبډلې ۴۲ سلنه برخه بال یا پنډوس د ځان سره ساتلی وو او فرانس بیا ۳۸ سلنه برخه پنډوس لرلو.‌ ارجنټیان د فرانس په ګول په ټوله لوبه کې ۲۰ حملې کړي خو د فرانس د ګول د حملو شمیره بیا د دغې نیم په نیمه کمه یا ۱۰ وه.‌

FIFA World Cup Qatar 2022 - Final - Argentina v France
FIFA World Cup Qatar 2022 - Final - Argentina v France

میسي- د فټبال نړیوال کپ ګتلو لپاره د ارجنټینا خوب!

د فټبال د نړۍ تر ټولو مشهور لوبغاړی ليونل مېسي نن د اتوار/یکشنبهې په ورځ خپل دویم، او ممکن ده په اخېري وار، د فټبال نړيوال کپ فاينل لوبه کوي خو د فاینل وړاندې د هر چا نظر په دې دی چې ایا نړيوال کپ به د مېسي تر لاسونو ورسيږي؟ او که نا ددغه ارمان پوره کولو پرته به مېسي دفټبال له لوبې لاس پسر شي؟

د قطر د لوسيل په لوبغالي کې دفرانس په ضد د ارجنټاین ګټه، دمېسي لپاره د نړیوال کپ ګټلو یو داسې چانس وو چې هغه لا د فټبال د یو وتلي لوبغاړي او د افسانې غوندې کيرير کې وړاندې نه وو ترلاسه کړی.

د دې کپ د ګټلو سره 35 کلن مېسي په فټبال کې د خپل سیال او د فټبال بل مشهور لوبغاړي37 کلن کرسټيانو رونالډو نه مخکې شو.‌ رونالډوهم کله يو نړيوال جام نه دى ګټلى، خو دواړه د خپل نسل دوه ستر مخالف لوبغاړي ګڼل کيږي.

رونالډو د دې نړيوال جام د کوارټر فاينل په پړاو کې له ټورنامنټ څخه وتلى، په دغه مهال هغه ژړلي هم وو.

دارجنټينا کوچ لاينل سکېلوني دمېسي په اړه ويلي " هر وخت چې مونږ هغه وينو، هغه مونږ ته دځان او لوبغاړو د ځانګړتیا احساس رابخښي"

" دهغه په اړه داسې څه دي چې يوازې دارجنټينا ولس نه بلکې نور خلک يې هم خوښوي "

" مونږ دوياړ او امتياز احساس کوؤ چې هغه زمونږ قميص اغوستى "

د میسی ځايې، د ډيګو ميراډونا ترڅنګ، چې دارجنټينا يو له دوو ځليدونکو ستورو څخه دى، اوس دڅه وخت لپاره خوندي کړل شوی دى ،خو هغه ته لا تر دې د ميراډونا دلويې کاميابۍ په څير خپل ټيم د نړيوال کپ اعزاز ته رسول لا پاتې دي.

ميراډونا دغسې په ميکسيکو کې په کال 1986 کې کړي وو، او مېسي خواوشا شل کاله په بارسيلونا کې د يو باصلاحيته لوبغاړي پهتوګه مخې ته دراتللو وروسته ددغسې کاميابۍ دتکرارولو په هيله پاتې شوی دى.

په 2010م کې په جنوبي افريقه کې دميراډونا دکوچ او مېسي د ځليدونکي لوبغاړي په حېث يو مثالي ټيم و، خو ارجنټينا ته دجرمني له لوري په 4-0 سره ماتې ورکړى شوې وه او دکوارټر فاينل په پړاو کې له لوبې بهر شوي و.

په کال 2014م کې چې ميسي دخپلې لوبې دعروج کلونو ته ورسيدو نو ارجنټينا په برازيل کې فاينل ته ورسيده.

يوځل بيا دوي دجرمني سره مخ شول او د ميسي اړخ بايلونکى ثابت شو چې په اضافي وخت کې يې په 1-0 سره ماتې وخوړه.

ليونل مېسي پخپل کيرير کې ريکارډ اووه ځله بيلن ډي اور ايوارډ او يوځل دفيفا دترټولو غوره لوبغاړي ايوارډ ګټلى دى.

هغه څلور ځله د اتلولۍ ليګ ټرافۍ په ګډون 11 بيلا بيل اعزازونه او يو ځل کوپا امريکا ټرافي هم ګټلې ده خو دايوارډونو په خانه کې مېسي دنړيوال کپ ټرافۍ ګټلو ته هیله من دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG