لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انتونيو ګوتېرېش: طالبان دې د هغو ډلو مخه ونيسي چې پاکستان او ګاونډي هېوادونو ته خطره جوړيږي


د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرېش د ګل/دوشنبې په ورځ [19 دسمبر] په خبري غونډه کې ويلي، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه ښکاره غوښتنه کوي چې د هغو ترهګرو ډلو مخنیوي وکړي څوک چې په ځانګړي ډول پاکستان او ګاونډي هېوادونوته خطره جوړيږي.

هغه ویلي، "د طالب چارواکو سره زمونږ خبرې روانې دي او مونږ دا ګڼو چې د طالبانو دپاره دا ضروري ده چې د داسې هیڅ ډول ترهګرو هلو ځلو اجازه ور نه کړي چې اغېزې يې په پاکستان او نورو هېوادونو وي".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د انتونيو ګوټېرېش بيان ته سمدستي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

په افغانستان کې چې طالبانو تېر کال د اګست په میاشت کې په واک کې راغلي پاکستان څو وارې تورونه لګولي چې په افغانستان د لوري نه ترهګر په پوله بريدونه کوي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه تورونه ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

له دې وړاندې امریکې او د افغانستان مخکنيو حکومتونو تل په پاکستان تورونه لګولي چې هغو وسله والو ته یې ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان به هم تل دغه تورونه ردول.

پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته په پاکستان ترهګري سېوا شوې ده.

د تیر کال اکتوبر په میاشت کې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان سره مزاکرات پېل کړي او ويلي يې وو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب دغه مزاکرات کولی شي خو دغه مزاکرات چې پکې څو ځله په کابل کې د پاکستان نه تللو جرګو د ټي ټي پي د مشرانو سره ليدنې کړي تراوسه يې کومې نتيجې نه دي ورکړي.

او د مزاکراتو په مهال چې ټي ټي پي ډز بندي کړې په 28 نومبر يې دغه ډز بندي ختمه کړې او د ډز بندۍ وروسته يې بیا د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په اړوند ويلي، پکار ده چې طالبان په واک کې ټولو قومونو ته برخه ورکړي.

هغه ويلي د بشري حقونو دپاره اړينه ده چې طالبان په ځانګړي ډول د ښځو او جينکو حقونو ته درناوی ولري، ښځو ته د کار کولو او جينکو ته د هر ډول زده کړو حق ورکړي.

انتونيو ګوټېرېش په پاکستان کې د راغلو سېلابونو په اړوند ويلي، چې په نړيواله کچه د پاکستان د مرستو دپاره هڅې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG