لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند لا د روس ملګری دی، زلنسکي د نورې بیړنۍ پوځي مرستې غوښتنه وکړه


واشنګټن ـــــ د اوکراین ولسمشر د برتانیې په مشرۍ د ګډ ځواک جواینټ ایکسپیډینشري فورس غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا د بیړنۍ پوځي مرستې او دفاعي ملاتړ غوښتنه وکړه، بل لور ته د لوېدیځو هېوادونو د فشار باوجود هند له روسیې سره د خپلې ملګرتیا پر دریځ لا هم ټینګ ولاړ دی او پر اوکراین د روس برید یې نه دی غندلی او نه هم په روس باندې د غربي هېوادونو د بندیزونو ملګری شوی دی.

په اوکراین باندې د روس د "یرغل" لس میاشتې په پوره کېدو دي خو لا هم جګړه روانه ده او روسي صدر نن یو ځل بیا خپلو ځواکونو ته ویلي دي چې د اوکراین په ختیځو سیمو دونیڅک، لوهانسک او جنوبي سیمو خرسون او زاپورېژیا کې اوسېدونکي روسان د دوی له خوا ژغورنې ته اړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د نهې- سه شنبې په ورځ د برتانیې په مشرۍ د ځینو لوېدیځو هېوادونو د ګډ ځواک [جواینټ ایکسپیډینشري فورس] غونډې ته وویل:

"کېدای شي د روس یرغل ناکامه شي او باید ناکامه شي او زموږ هدف اوس د روس د ناکامۍ ګړندي کول دي. اوس په دې سرمشریزه کې زه له تاسې غواړم چې د یرغلګرو د ماتې د ګړندي کولو لپاره هره ممکنه هڅه وکړئ".

د ګل- دوشنبې په سهار د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین ناڅاپه مینسک ښار ته سفر وکړ او هلته یې له خپل ګاونډي متحد هېواد بیلاروس سره د همکارۍ ګټې وستایلې، د ده سفر په کیف کې ویره خپره کړه چې کېدای شي روس او بېلاروس په ګډه مځکني بریدونه پلان کړي.

د اوکراین د ګډو ځواکونو مشر سرجي نایف وویل، باور لري چې پوټین به له خپل بېلاروسي سیال سره د اوکراین خلاف د نور تېري او په عملیاتو کې د بیلاروس د وسله والو ځواکونو د پراخ ګډون په اړه خبرې وکړي.

پر اوکراین د روسي یرغل په خلاف که یوې خواته د امریکې په ګډون اکثر غربي هېوادونه یوې خواته دي او بلې خواته هند لا هم د روس ملګری دی خو د څېړونکو په وینا بیا هم د نوي ډیلي دې دریځ له امریکې سره د دې هېواد اړیکې نه دي اغېزمنې کړې.

تېره میاشت ماسکو ته د سفر په مهال د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر وویل، هېواد به یې له خپل د سړې جګړې د وخت له ملګري سره اقتصادي اړیکې نورې هم زیاتې کړي.

ایس جې شنکر ویلي وو، "زموږ لپاره روس یو ثابت او د وخت تجربه شوی ملګری دی او لکه څنګه چې ما وویل له څو لسیزو راهیسې زموږ د اړیکو هر ډول ارزونه به دا ثابته کړي چې دا زموږ دواړو هیوادونو لپاره ډېرې ګټورې وې".

نوي ډیلي تر اوسه په روس باندې د غربي هېوادونو د بندیزونو ملګرتیا نه ده کړې او د ملګرو ملتونو له هغو قراردادونو یې هم ډډه کړې ده چې پکې په اوکراین د یرغل غندنه شوې ده.

څېړونکي وايي د هند پوځ چې د روس په جوړو شویو ټېنکونو، جنګي جیټ الوتکو او نورو وسلو باندې ډېره تکیه کوي، نه شي کولای چې ماسکو یواځې پرېږدي، په ځانګړې توګه په داسې وخت چې له چین سره یې د همالیا پر سر د شخړې له کبله اختلافات زیات شوي دي.

د غربي هېوادونو مشرانو له هنده وغوښتل چې د روس د خامو تېلو اخیستل ودروي، خو هند یې نه یواځې غوښتنه رد کړه بلکې له ماسکو څخه یې د تېلو، سکرو او سرې اخیستل نور هم زیات کړل.

له اوکراین سره د جګړې تر پیل کېدو مخکې چې روس تر یو فیصد کم تېل ورکول، د کال تر اخره ماسکو نوي ډیلي ته د تېلو تر ټولو لوی لېږونکی شو. هندي چارواکو ویلي له ماسکو څخه د تېلو اخیستل یې د هېواد په ګټه دي او دوام به ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG