لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د طالبانو پرېکړه په کلکه غندلې چې د جینکو په پوهنتونونو يې بنديز لګولی


امریکې د طالبانو دغه پرېکړه په کلکه غندلې چې په افغانستان کې يې د جينکو پوهنتونونو ته په تلو بنديز لګولی دی، امریکا ويلي طالبان تمه نه شي لرلی چې په رسميت وپېژندل شې تر هغې چې په افغانستان کې يې د ټولو خلکو حقونو ته درناوی نه وي لرلی او د پوهنتونونو تړلو پرېکړه به د طالبانو دپاره سختې نتيجې ولري.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [20دسمبر] ټولو سرکاري او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې تر (امر ثاني) پورې دې د جینکو تعلیم معطله کړي. تر دې وړاندې طالبانو ثانوي سکولونه د جینکو پر مخ تړلي وو، خو په پوهنتونونو/یونیورسټیو کې یې د خاصو محدودیتونو لاندې جېنکو ته اجازه ورکړې وه چې تعلیم وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د دغه پرېکړې په غبرګون کې ويلي، امریکا د طالبانو د پرېکړې په کلکه غندنه کوي چې ښځې يې په پوهنتونونو بندې کړي، د جينکو دپاره يې د ثانوي تعليم سکولونه تړلي، په ښځو يې نور هم بنديزونه هم دوامداره ساتلي چې خپل بنيادي بشري حقونه او ازادي ولري.

په بيان کې ويل شوي تعليم بشري حق دی او دا د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات دپاره اړين دی.

امریکا ویلي، طالبان د هغې پورې تمه نه شي چې نړۍ يې په رسميت وپېژني څو پورې چې يې په افغانستان کې د ټولو حقونو ته درناوی نه وي لرلی او دا پرېکړه به د طالبانو دپاره ډېرې سختې نتيجې ولري.

امریکې په بيان کې زیاته کړې چې په نړۍ کې بل يو هيواد هم جينکې او ښځې د تعليم ترلاسه کولو څخه نه منع کوي. ويل شوي د طالبانو ظالمانه فرمانونه په افغان مېرمنو او جينکو د تعليم په ګډون د بندېزونو لامل شوي دي.

امریکې ویلي د طالبانو د تازه اعلان مطلب دا دی چې ښځې او جينکۍ به د بې روزګارۍ د مشکلاتو سره په دوامداره توګه مخ پاتې شي چې دوی خپلې کورنۍ وساتي. افغانستان د وړاندې نه په کار کې د ښځو د نشتوالي له امله د کال په سر د يو ارب ډالرو د تاوان سره مخ دی او اوس طالبانو افغانان په نور تاوان کې ښکېل کړه.

امريکې ويلي، يو هيواد هم پرمختګ نه شي کولی چې د ابادۍ نيمه برخه يې بې کاره وساتل شي.

د امريکې د بهرنیو چارو وزارت ويلي، امریکا به د افغانانو، ښځو او سړو مرستې دوامداره ساتي، چې د دوی بشري مرستې پوره کړي او د اتحاديانو سره په شريکه به د دوی د حقونو دپاره پرچار کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان (اېچ آر ډبلیو) د طالبانو دغه فیصله "شرمناکه" بللې ده چې د جينکو په پوهتونونو يې بنديز لګولی دی

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیآ الله هاشمي پخپل ټوېټر پاڼه د وزیر یو هدایت خپور کړی او ورسره یې د (مهمه خبرتیا!!) ټکي لیکلي دي.

په دې هدایت کې چې د طالبانو د لوړو زده کړو (هايیر ایجوکېشن) وزیر مولوی ندا محمد ندیم جاري کړی دی، ویل شوي چې ګنې دا ګام د طالبانو د کابینې په فیصله باندې اخېستل شوی دی:

په افغانستان کې واکمن طالبان د وړاندې نه د جينکو په تعلیم او ښځو په کار د بنديز سره د ټولشموله حکومت نه جوړولو په سر د سختو نړيوالو نيوکو لاندې دي او د دغو بنديزونو لرې کولو غوښتنې ترې کوي.

خو د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده په جینکو او ښځو د قدغنونو لرې کولو دپاره د مغربي ملکونو غوښتنې رد کړي او ویلي یې دي چې هغه د خارجیانو خواهشات نه شي پوره کولی او نه ورته دا د قبلولو وړ دي. هغه ویلي چې په شریعت مفاهمت نشي کولی او نه هم په شریعت مفاهمت کې د مغربي ملکونو سره د همکارۍ څه ګام اخیستل غواړي.

د پاکستان په شمول، تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم ملک په افغانستان کې د طالبانو واک په رسميت نه دی پېژندلی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG