لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په واکمنۍ کې په افغان ښځو او جينکو کوم کوم بنديزونه لګول شوي؟


په افغانستان کې چې طالبان تير کال په 15 اګست واکمن شوي له دغې وروسته د جينکو د ثانوني تعليم په زده کړو، اوس په وروستيو کې د جينکو په پوهنتونونو او د دې نه علاوه د ښځو په ګرځېدو او پارکونو ته په تلو هم بنديزونه لګولي دي.

طالبان دريځ لري چې د شرعي او اسلامي قوانينو ترمخه دغه ګامونه پورته کوي خو په نړيواله کچه د طالبانو نه جينکو ته د تعلیم او ښځو ته د کار ځای ته د تلو او د دوی حقونو ته د درناوي غوښتنه کيږي او په وروستيو کې د جينکو د پوهنتونونو په تړلو اسلامي هېوادونو هم د طالبانو نه غوښتي چې دغه پرېکړه بيرته واخلي.

په 2021 کې د طالبانو بيا په واک کې راتګ

طالبان په 15 اګست 2021 په کابل واکمن شوي نړیوال ځواکونه وتلي 20 کلنه جګړه پای ته رسېدلې د اشرف غني حکومت ختم شوی او هغه د هېواده وتلی وو. سخت دريځه طالبانو د کال 1996 نه تر 2001 پورې واکمنۍ په پرتله دې ځل له د نرمې رویې ساتلو ژمنه کړې چې د ښځو په ګډون د افغان ولس حقونو ته به درناوی لري.

په ستمبر 2021 کې د جينکو دپاره د جدا کلاسونو اعلان

په ستمبر 2021 کې طالبانو اعلان کړی وو چې جينکۍ به پوهنتونونو ته ځي خو په جدا کلاسونو کې به کښېني او استازانې به يې ښځينه وي او دوی به حجاب کوي.

په مارچ 2022 کې د جينکو په ثانوي زده کړو بنديز

د روان کال مارچ په 23 د طالبانو حکومت د هلکانو او جينکو دپاره د ثانوي تعلیم دپاره سکولونه پرانستي خو لا چې درسونه پېل شوي نه وو، د طالبانو حکومت امر کړی وو چې د شپږم ټولګي نه بره جينکۍ دې بیرته کورونو ته ولېږل شي.

په مې 2022 کې په ښځو سفري بنديز

د روان کال په مې کې بيا طالبانو په ښځو سفري بنديزونه لګولي چې د محرم سړي بغېر به سفر نه شي کولی، عامو ځايونو ته به بې د ځان پټولو نه ځي او په کورونو کې دې پاتې شي.

په اګست 2022 کې په احتجاج کوونکو ښځو تشدد

د روان کال په 13 اګست په کابل کې د تعليم د وزارت نه بهر ښځو احتجاج کړی د [ډوډۍ، کار او ازادۍ] نعرې يې وهلې، طالبانو پرې تشدد کړی او هوايي ډزې يې کړې وې او په دغه مهال يې ځينې جرنلسټان هم نيولي او وهلي وو.

په نومبر 2022 کې د ښځو پارکونو ته په تګ بنديز

د نومبر په مياشت کې طالبانو د افغانستان پلازمينې کابل کې د ساعت تیري يا تفريحي پارکونو ته ښځې د ورتلو څخه منع کړې وې.

په دسمبر2022 کې په ښکاره د اعدام او درو سزاګانې

طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د روانې میاشتې په اوومه نېټه په ښکاره د اعدام سزا ورکړې وه، او د وژل شوي يو تن پلار په فراه ولايت کې د قتل په جرم کې سزاوار شوی تن په ډز وژلی وو.

د دغې سزا په دويمه ورځ په پروان ولايت کې د بدکارۍ او نورو جرمونو په تور د ښځو په ګډون 27 کسان په درو وهل شوي او سزاګانې يې ورکړې وې.

په دسمبر کې د جينکو پوهنتونونو تړل

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په [20دسمبر] ټولو سرکاري او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې تر (امر ثاني) پورې دې د جینکو تعلیم معطله کړي.

نړیوال غبرګون

نړيوالې ټولنې د طالبانو لخوا د جينکو د پوهنتونونو تړلو تازه پرېکړه غندلې او ترې غوښتي يې دي چې دغه پرېکړه بيرته واخلي.

د نومبر په میاشت کې د پارکونو د بنديز په وخت د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په افغانستان کې په طالب چارواکو غږ کړی وو چې هغه پاليسياني بيرته واخلي د کومو د لارې چې په بشري حقونو، د افغان مېرمنو او جينکو په بنيادي ازادۍ بنديزونه لګول شوي دي.

[خبر د اې اېف پي په مننه]

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG