لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانيا وايي، په اوکراين کې روس د وسلې له کمي سره مخ دی



واشنګټن- د برتانيا د دفاع وزارت وايي د اوکراين په يرغل کې روس د وسلې له کمي سره مخ دی.

د خالي/شنبې په ورځ ياد وزارت په يو استخباراتي رپورټ کې ويلي “د پوځيانو د کمي په اجله توګه د پوره کولو باوجود ښکاري چې روس په خپلو پوځي عملياتو کې د وسلې کمی لري چې په مخ تګ يې ورله محدوده کړی”.

د وزارت د رپورټ تر مخه “ښکاري روس خپل د اوږد مزل کونکو ميزايلو حملې محدوده کړي چې د اوکرين انفراسټرکچر به يې پرې په نخښه کولو او دا حملې اوس په هفته کې يو ځل کوي او وجه يې دا ده چې د کروز ميزايلو کمی لري”.

رپورټ زياتوي داسې نه ښکاري چې روس د لرې هدفونو د ويشتلو د پاره د توپخانې ګوله بارود سېوا کړي.

د برتانيا د دفاع وزارت وايي د وسلې کمي روس کمزوري ښکاره کړی او موجوده پوځي عمليات يې داسې دي چې کچرې په فراخه جنګي خطونو کې دفاعي جنګ هم کوي نو ورته به ښه ډېره وسله او توغندي پکار وي.

د امريکا ايوان نمايندګان تېره ورځ د اوکرين د پاره 45 بيلين ډالره امداد منظور کړی. دا د امريکا د 1.6 ټريلين بل برخه ده چې د هېواد سينټ منظور کړی او اوس به ولسمشر جو بايډن ته د لاسليک کولو د پاره لېږل کيږي چې په قانون کې بدل شي.

دا امداد د هغه 50 بيلين ډالره مرستو نه علاوه دی چې دې کال امريکا اوکرين ته ورکړی چې اعلان يې د اوکرين د ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي د جنګ په دوران کې د واشنګټن د دورې په وخت وشو.

ملک ته په واپسۍ زېلېنسکي په دعوه سره وويل چې اوکريني ځواکونه د روس د نه ودرېدونکې توپخانې، بيلا بيلو توغندو او هوايي حملو باوجود دا جنګ ګټي.

زېلېنسکې په ټيلي ګرام ژمنه وکړه چې په هر څه به قابو ومومي او زياته يې کړه چې د واشنګټن نه د داسې څه سره بيرته راغلی چې دا به واقعي مرسته وکړي.

امريکا لوظ کړی چې اوکرين ته به د روس د هوايي حملو د مقابلې د پاره پيټريټ ميزايل ورکوي چې د اوکرين ښارونه، ښارګوټي او کلي يې تباه کړي.

امريکايي چارواکي وايي يواځې پيټريټ ميزايل د جنګ نقشه نه شي بدلولی خو واشنګټن او اتحاديان يې دې ته نه دي تيار چې اوکرين له جديد ټينکونه او د اوږد مزل ويشتونکي ميزايل وکړي چې په روس کې دننه هم هدف ويشتلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG