لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایراني پولیسو د لاریونونو پر وخت له ۴۴ نیول شویو وکیلانو څخه شل تنه خوشې کړي دي

په واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼې له مخې څخه په ایران کې د مهسا امیني د مړینې پر سر د راپارېدلو لاریونونو په ملاتړ احتجاح کونکي.
په واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼې له مخې څخه په ایران کې د مهسا امیني د مړینې پر سر د راپارېدلو لاریونونو په ملاتړ احتجاح کونکي.

واشنګټن – له ایران څخه د ترلاسه شویو خبرونو تر مخه، له پولیسو سره د مهسا امیني د مړینې پر سر په راپارېدلو لاریونونو کې د لږ تر لږه ۴۴ نیول شویو وکیلانو څخه شل تنه خوشې کړای شوي دي او پاتې لا تر اوسه په زندانونو کې دي.

خبر زیاتوي، چې یو وکیل ته د شپږو میاشتو او بل ته د یو کال د بند سزا اورول شوې ده. په دواړو باندې د ملک نه په بهر تللو بندیز لګول شوی دی.

همدارنګه لږ تر لږه دوو احتجاج کونکو ته د مرګ سزا ورکړل شوی ده.

نړيوالې ټولنې د ایران د حکومت له خوا احتجاج کونکو ته د مرګ او بند سزاګانې غندلی دي.

د نومبر په میاشت کې د وکیلانو یوې ډلې په یو بیان کې ویلي وو چې ډېر خلک اسلامي‌ ریاست نه خوښوي او خلکو ته يې په دې اړه د اواز پورته کولو غږ کړی وو.‌

ډېرو وکیلانو اعلان کړی وو چې دوي به د احتجاج کونکو وړیا وکلات کوي خو له دې سره سره چې ځیني‌ احتجاج کونکي د مرګ د سزا سره مخ کېدلی شي.

خو ایران د بې طرفه وکیلانو له خوا د دوي په وکالت بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو ډلو او قانون پوهانو دا قضيي غېرعادلانه بللي او وايي‌ کېدای شی چې د دغو کسانو نه اعتراف په زور او زیاتي سره اخېستل شوی وي.

د سپتمبر د میاشتې په شپاړلسمه نېټه د ایران د اخلاقیاتو پوليسو سره په حراست کې د دوویشت کلنې مهسا اميني د مړینې وروسته په ایران او نړۍ کې له قهره ډک احتجاجونه راپارېدلی وو.

اميني په دې نیولی شوې وه چې دې مناسب حجاب نه وو په سر کړی. د ایران حکومت لومړی د دې په مړينه افسوس څرګند کړی وو، بیا احتجاجونه يې د اسرايل او امریکې سازش بللی وو او اوس دغه احتجاج کونکو ته بېلا بېلې سزاګانې ورکوي.

په زاهدان کې د جمعې د لمانځه په وخت سني‌ ملا مولوي عبدالحميد ویلی دي چې د ده مشوره ده چې خپل خلک‌ ونه وهل شي. یو حکومت هم دغه ډول خپل وګړي‌ نه وژني او بايد پوځیان په خپلو بېرکونو کې وساتل شي.

د ایران سيستان بلوچستان په سيمه کې تر د دوه میلينه پورې کم شمېر بلوچ اوسي. د بشري حقونو کارکونکي وایي دغه خلک د لسيزو راهیسې د ایران له زور زیاتي سره مخ دي.

په سماجې ويب پاڼو د خپرو شویو ويډیوګانو ښکاري چې خلک د نیول شویو کسانو د راخوشې کولو او د اسلامي جمهوریت خلاف نعرې وهي.‌ راېټرز خبري ادارې تر اوسه د بې طرفه سرچينو د لارې د دې ويډیوګانو پخلی نه دی کړی.

په ایران کې دا احتجاجونه ‌په داسې حال کې کيږي چې په هېواد کې د ګرانۍ کچه تر پنځوست فيصده پورې رسېدلی ده.

د هیومن راېټس اېکټېوېسټ نیوز اېجېنسي ‌ترمخه تر اوس پورې ۵۰۶ احتجاج کونکي‌ وژل شوي دي چې ۶۹ تنه یې ماشومان وو.‌

د احتجاجونو په وخت په تشدد کې ۶۶ امنیتي‌ غړي هم وژل شوی دي او د خبري اېجېنسې ترمخه له اتلس زرو (۱۸۰۰۰) څخه زیات کسان نیول شوي دي.‌

This item is part of
XS
SM
MD
LG