لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې، ملګرو ملتونو او ایمنیسټي انټرنېشنل په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز غندلی


واشنګټن ـــــ پر افغانستان واکمنو طالبانو د ښځو د ولسي ژوند او ازادۍ د محدودولو په برخه کې یو بل ګام اخیستی او په غیرسرکاري ادارو کې یې د ښځو پر کار کولو بندیز اعلان کړی، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، ملګرو ملتونو او ایمنیسټي انټرنېشنل د ښځو پر کارونو د بندیزو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د خالي- شنبې په ورځ په یو ټویټ کې ویلي، چې ښځې په نړۍ کې په بشري مرستو کې ښځې مرکزي حیثیت لري او وایي د طالبانو دا پرېکړه به افغانانو ته زیان رسوونکې وي:

"په دې اړه ژوره اندېښنه لرو چې په افغانستان کې د ښځو د بشري مرستو پر وېشلو د طالبانو بندیز به له میلینونو خلکو سره کېدونکې مهمې او ژوند ژغورنکې مرستې وځنډوي".

د طالبانو د اقتصاد وزارت د خالي- شنبې په ورځ په یوه حکمنامه کې په افغانستان کې ټولو غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو موسسو یا انجوګانو ته امر کړی چې تر "بل امر" پورې د ښځو کار کول وځنډوي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو د حکومت دا پرېکړه غندلې ده او د بیرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.

ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو تر دې پرېکړې وروسته سمدستي پر ټویټر لیکلي چې دا له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ډګرونو د ښځو د ایستلو یوه بله ناوړه هڅه ده. دې ادارې په څو ټویټونو کې لیکلي:

"دا بندیز دې دستي بیرته واخیستل شي، د طالبانو چارواکي دې له خپل واکه ناوړه ګټه نه اخلي. د افغانستان ټولو خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته باید د کار کولو حق د بشري حقونو له نړیوال قانون سره سم په بشپړه توګه ورکړل شي".

د طالبانو د حکومت دغه حکمنامه د طالبانو د وزارتونو او ویاندویانو په رسمي ټویټر پاڼو باندې نه ده خپره شوې خو د رویټرز خبري ایجنسۍ په وینا د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب تایید کړې ده.

دغه حکمنامه د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف لاسلیک کړې ده او پر ښځو په غیرسرکاري ادارو کې د کار د بندیز سبب یې د حجاب نه عملي کول ګڼلي او لیکلي یې دي:

"په دې وروستیو کې په کورنیو او بهرنیو غیرسرکاري ادارو کې د ښځینه کارکوونکو له خوا د اسلامي امارت د حجاب او نورو اړوندو قوانینو او دستور د نه عملي کولو په اړه جدي شکایتونه را رسېدلي دي."

د طالبانو په دې حکمنامه کې تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ایا د ملګرو ملتونو په مختلفو ادارو کې هم د ښځو کار کول ځنډول شوي که نه، ځکه چې دا اداره په افغانستان کې پراخ بشري او نور کارونه کوي.

په پوهنتونونو کې د نجونو د تعلیم د ځنډولو په ضد پرون په پېښور او کوټه کې هم احتجاجونه شوي دي چې په لسګونو زده کوونکو پکې ګډون کړی او غوښتنه یې کړې ده چې په افغانستان کې دې د نجونو ټولې تعلیمي ادارې پرانیستل شي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر په حکمنامه کې ټولو کورنیو او بهرنیو غیرسرکاري ادارو ته خبرداری ورکړل شوی دی چې که د ښځو د کارونو د معطلۍ په اړه د دوی د امر په عملي کولو کې ځنډ وکړي نو جواز یا لایسنس به یې منسوخ کړل شي. په حکمنامه کې راغلي:

"د هغې ذمه وارۍ او دندې د ترسره کولو لپاره چې اقتصاد وزارت د کورنیو او بهرنیو غیرسرکاري ادارو د کار په هکله د امارت د قوانینو او تګلارې د عملي کولو په برخه کې درلود او لري یې، ټولو محترمو ادارو ته لارښوونه کیږي تر بل امر پورې په خپلو اړوندو څانګو کې د ټولو ښځینه کارکوونکو کار ودروي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر «اوچا» هم په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو د کار ځنډولو په اړه د طالبانو پر پرېکړه اندېښنه ښکاره کړې او وایي دا به په افغانستان کې د ښځو بنیادي حقونو ته نور هم تاوان ورسوي. اوچا د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي:

"ملګري ملتونه او ملګري یې دغه امر غندي او چارواکو ته وایي چې د خپل راتلونکي د ټاکلو لپاره د ښځو د ازادې ارادې ختمول، د ولسي او سیاسي ژوند له ټولو اړخونو په منظم ډول د هغوی بېواکه کول او ګوښه کول افغانستان پسماندګۍ ته بیایي او د امن او ارامۍ هر ډول هڅې له خطر سره مخ کوي".

طالبانو په داسې وخت په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو کار کول منع کړي، چې په افغانستان، ګاونډي پاکستان او نوره اسلامي او غربي نړۍ کې د ښځو او نجونو د پوهنتونونو د بندولو په ضد شدید غبرګون مخې ته راغلی او د طالبانو دا پرېکړه په کلکه غندل شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ له طالبانو غوښتي دي چې د نجونو د تعلیم د ځنډولو په اړه د خپلې پرېکړې په بیرته اخیستلو کې ځنډ ونه کړي او د خپلو خلکو ږغ واوري. ښاغلي ویسټ د جمعې په ورځ ناوخته په ټویټر باندې لیکلي:

"د یوې تاواني او نه منلو پرېکړې په خلاف ټوله نړۍ د افغانانو د یووالي شاهده ده. زده کوونکي له خپلو خویندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، استعفاوې ورکوي، لاریونونه او مخالفتونه یې کوي".

پرون په کندهار او هرات کې هم د نجونو د پوهنتونونو د بندېدو په ضد احتجاجونه شوي دي. په هرات کې په لسګونو ښځو او نجونو په ښار کې لاریون کاوه او غوښتل یې د ولایت دفتر مخته لاړې شي او د طالبانو چارواکو ته خپل اعتراض وړاندې کړي، خو طالبانو یې مخه نیولې ده او وروسته د دوی د پاشلو لپاره د طالبانو د اوروژنې ادارې له ټېنکۍ څخه پر دغو ښځو تېزې اوبه هم پاشل شوې دي.

په کندهار کې بیا د «میرویس نیکه پوهنتون» په سلګونو زده کوونکو احتجاج کړی او په امتحان کې له برخې اخیستو څخه یې ډډه کړې ده. پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې وېډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو وسلوال د دغو زده کوونکو د احتجاج په غبرګون کې د هغوی د سره پاشلو لپاره هوایي ډزې کوي. معتبرو خبري سرچینو لا ددې وېډیو کره والی نه دی تایید کړی.

طالبانو په وار- وار نه یواځې د خپلې هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې د نجونو پوهنتونونه یې بند کړي، بلکې دا هم وایي چې په قرآن او احادیثو کې د ښځو د عصري تعلیم په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم د شنبې- خالي په ورځ د قرآن یو آیت او د هغه پښتو ژباړه خپره کړې، چې په ظاهر په ولسي ژوند کې د ښځو د ازادۍ د مخنیوي دفاع ترې څرګندېږي، نوموړي د قرآن 33م سورت الاحزاب ټویټ کړی دی:

"وَ قَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَ لا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجاهِلِيَّةِ الْأُولى. ژباړه: او په خپلو کورونو کې کښېنئ او د جاهلیت د پخوانۍ دورې غوندې له سینګار او آرایش سره مه راوځئ".

طالبان چې د 2021م کال په اګست کې په دویم ځل واکمن شوي، په افغانستان کې ګڼ شمېر سړي او ښځې په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې له کارونو محروم شوي وو، خو د ملګرو ملتونو او سره صلیب په ګډون په ځینو بهرنیو ادارو کې لا هم ښځو کار کاوه او د طالبانو تازه پرېکړه به د دغو ادارو کار هم اغېزمن کړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG