لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې اوکراین لپاره د نورو 45 اربو ډالرو د کومک منظوري ورکړې ده


دامریکې د استازو ایوان د اوکراین لپاره د نورو 45 اربو ډالرو دکومک منظوري ورکړې ده اؤ ددې ترڅنګ به امریکا د روس دتیري مقابلې لپاره اوکراین ته پیټریاټ میزایل یا توغندي هم ورکوي.

دامریکې داستازو دایوان له لوري ددې امداد منظوري په امریکایي سینیټ کې دحکومتي لګښتونو لپاره د منظور کړل شوي 1.66 ټریلین ډالرو دپیکیج له منظورۍ وروسته مخې ته راغلې ده.

داستازو دایوان له لوري له منظوریدو وروسته به اوس دا قانوني مسوده صدر جوبایډن ته دلاسلیک لپاره لیږل کیږي اؤ چې هغه پرې لاسلیک وکړي نو دقانون په بڼه به مخې ته راشي.

دا نوی امداد سږکال په فرورۍ کې په اوکراین د روس له حملې راپدیخوا تر اوسه اوکراین ته د ورکړل شوي 50ؤ اربو ډالرو نه علاوه دی.

تېره اوونۍ د اوکراین صدر ولودیمیر زیلنسکي هم د امریکې سفر کړی ؤ اؤ امریکایي کانګریس ته یې خپله وینا کې ویلي وؤ" امریکایي چې ولس د وسلې اؤ نغدو په شکل کې د اوکراین سره کومه مرسته کړې ده دا یوازې یوه مرسته نه ده بلکې دامن لپاره دامریکې پانګونه ده اؤ مونږ ژمنه کوؤ چې مونږ به دا مرستې په مسولیت سره کاروؤ"

کیف ته له رسیدو وروسته زیلنسکي ویلي وؤ د روس دخونړیو بریدونو اؤ دبې کچه طاقت د استعمال باوجود هم داوکراین پوځونه دفتحې لوري ته پرمخ روان دي

همداشان پخپل یو بیان کې زیلنسکي ویلي" مونږ به دهر سخت پړاؤ څخه را اوځو، مونږ به له واشنګټن څخه دځېنو داسې شیانو سره بېرته راګرځو چې په رښتیا به هم هغه زمونږ لپاره مددګار وي"

امریکې اوکراین ته باور ورکړی دی چې د روس دحملو مقابلې کولو لپاره به ورته پیټریات میزایل ورکوي.

د اوکراین صدر د ډیرې مودې راهسې دپیټریاټ میزایلو غوښتنه کوي چې دا میزایل د هوایي بریدونو دمخنیوي لپاره د اوکراین په ګټه تمامیدای شي.

روس د تېرو لسو میاشتو نه روانه دې جګړه کې پخپلو هوایي بریدونو کې د اوکراین ښارونه،کلي اؤ بانډې تباه کړې دي اؤ دتېرو دریوؤ میاشتو په دوران کې یې په یو شمیر سیمو بجلي اؤ اوبه هم تړلي دي.

زیلنسکي پخپل بیان کې د روسي تیري په ضد اوکراین په مرستې کولو دامریکې دصدر جوبایډن اؤ دکانګریس مننه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG