لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ګیم چېنجر" شاهد اپریدی د پاکستان د لوبډلې د غوره کونکې کمیټۍ د مشر په توګه څه بدلول غواړي؟


شاهد
شاهد

د کرکټ په میدان کې د خپلې تیزې لوبې په سبب د "بوم بوم" او "ګېم چینجر" نوم ګټونکي شاهد افریدي ویلي دي یو لوبغاړی چې د ټېسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزه لوبډله کې وي نو بوج پرې ډېر وي.

د پاکستان د کرکټ بورډ نوي چیرمین(ریئس) نجم سیټهي د خپلې څوکۍ د واک اخستلو سره سم د بورډ په چارو کې د بدلون اعلان کړی او پخوانی کپتان او تند رفتاره لوبغاړی شاهد افریدی یې د لوبډلې د غوره کونکې (سلیکشن) کمیټۍ موقتي مشر ټاکلی.

افریدي د دغه منصب اخستو سره سم ویلي چې د کپتان په مشوره به لوبدله خوښوي.

د کرکټ خبریال فیضان لاکهاني په خپل یو خبر کې ویلي چې شاهد اپریدي اشاره ورکړې نوي بدلونونه به کوي.

شاهد افریدی مطبوعاتو ته وویل:

“چې د کپتان بابر اعظم دا خبره سمه ده چې د کار بوج وېشل پکار دي، نو دا یې ښه خبره کړې وه، ځکه چې ځیني لوبغاړي درې واړه طرزونه (ټېسټ، ونډی، ټي ټونټي) کې لوبېږي”

د هغه په خیال داسې ندي کیدل پکار چې د یو لوبغاړي په تګ سره بیا مشکل جوړ شي ځکه به نور لوبغاړي تیار ساتي.

د خپل راتګ سره ښاغلي اپریدي پخوانی کپتان او وکټ کیپر سرفراز احمد د تيسټ لوبې برخه جوړ کړی.

سرفراز څلور کاله پس د نن نه په کراچۍ کې د نیوزي لینډ په خلاف په ټېسټ کې ولوبېدلو او 86 رنزونه یې جوړ کړل.

sarfar

د ښاغلي اپریدي د سلیکشن کمیټۍ د مشر توب په ټولنیزو رسنیو ویشل شوي غبرګونونه ښودل شوي.

د یو شمیر په خیال د پاکستان کرکټ اخر د نوی زمانې زړه ور دور ته د داخلیدلو قدم واخستو.

خو ځیني داسې هم وايي په میدان د تېزو تېزو شاټونو وهلو او ډلې په خوښولو کې لوی توپیر وي.

د پاکستان د کرکټ نه د استعفا ورکولو ورستو ښاغلي اپریدي په خپل کتاب “ګیم چینجر” کې د پاکستان د کرکټ انتظامېې ته بیوسه ویلي وو، هغه په دغه کتاب کې دعوا کړې وه چې د دې بیوسۍ په سبب جوارګر لوبډلې ته نزدې کېږي.

شاهد اپریدي په خپله یوه مرکه کې ډیوه ته ویلي وو که د بورډ چارواکی شو، نو څنګه چې یې په میدان کې لوبه کوله دغه شان زړه ورې فیصلې په هلته کوي.

وتلي پښتانه ستوري، شاهد اپریدی، جهانګیر خان، یونس خان او رحیم شاه د ډیوه د خبریال رحمان بونیري سره د مرکې په وخت (فایل عکس)
وتلي پښتانه ستوري، شاهد اپریدی، جهانګیر خان، یونس خان او رحیم شاه د ډیوه د خبریال رحمان بونیري سره د مرکې په وخت (فایل عکس)

وس چې ښاغلی اپریدی پخپله د بورډ چارواکی دی، نو د کرکت مینه وال په تمه دي چې د میدان ګیم چینجر به لوبډله په درغلیو کې د ککړ کیدلو څخه وساتي؟ او په انتظامیه کې به هم “ګېم چینجر” جوړ شي کنه؟

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG