لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: 'ښکاري په دې هیواد کې جینۍ لویه ګناه وي'


'نن سهار چې کار ته تیارېدلم، نو ناڅاپه منیجر ټلیفون راته وکړو، هغه مخکې داسې کله هم نه وو کړي، ما چې فون پورته کړو، نو هغه راته وویل کار ته د راتګ حاجت نشته، د اینده په هکله به بیا به درته اوویم'

دا خبره د کابل نیلو فیصل کوله، هغه د کابل په شخصي اداره کې کار کوي.

د خالي په ورځ په افغانستان کې د معیشیت وزارت په یو خط کې ځایي او نړیوالو غیر سرکاري تنظیمونو ته امر کړی ؤ چې تر حکم ثاني ښځې له کارونو ودروي.

نیلوفر د خپلې کورنۍ یواځې پالونکې ده. هغې وایس اف امریکا ته وویل، هغې په تیر حکومت کې په یو دفتر کې د انتظامي منیجر منصب لرلو، په دغې معاش کې يې سبق ویلو او کور يې هم پاللو.

چې طالبان واکمن شو نو نوکري لاړه خو بیا یې په یو شخصي اداره کې وړه شان نوکري شورو کړه. خو وس دغه نوکري هم لاړه.

نیلو فر وايي د خپلې مور، خور او ورور سره د کرایه په یو مکان کې اوسي، کرایه زیاته ده، د خوراک سخاک شیان هم ګران دي. او د روزګار ټولې دروازې پرله پسې پسې تړل کېږي.

هغه وايي له تیرو دریو ورځو راهسې له کوره نده وتلې، په کور کې څلور تنه دي خو خاموشي ده، ښکاري د طالبانو دا پریکړه به یې لیونۍ کړي.

طالبان وايي هغويي دا پرېکړه ځکه وکړه چې ځیني ادارو د حجاب او ستر احکامات نه منل.

تیره اونې طالبانو په پوهنتونو کې د ښځو په ورتګ بندیز لګولی ؤ. هغو وویل په پوهنتونونو کې د مخلوط تعلیم تر څنګ ځیني مضامین د هیواد د کلتور او اسلامي نظام سره سمون نه خوړو.

د کابل زحل ناصري د رڼا پوهنتون د کمپیوټر ساینس محاصله وه، هغې وي او ای ته وویل تل یې حجاب کولو. په پوهنتون کې د هلکانو او جینکو وختونه هم بیل بیل وو، خو چې دا یې واوریدل نوره به پوهنتون ته نه ځي په سترګو یې تیاره خوره شوه.

د زحل په خیال د خپل مستقبل ډیر خوبونه یې لرل، خو وس ددغې پوره کیدل ممکن نه ښکاري.

د افغانستان د پخواني حکومت غړې شکریه بارکزۍ وايي طالبان یواځې د ښځو نه بلکې د سړیو له تعلیمه هم ویریږي.

د وایس اف امریکه سره په خبرو کې هغې وویل د طالبانو د شپږنوي یم په سوچ او نظریه کې هیڅ تغیر ندی راغلی.

هغې وویل طالبان د ښځو د پرمختګ لارې تړل غواړي.

د طالبانو د اعلا تعلیم د محکمې مشر شیخ ندا محمد ندیم د تعلیم او روزګارونو د تازه امر د پرېکړې په دفاع کې ویلي دي د طالبانو د حکومت مقصد د خلکو خوښه کول نه بلکې په افغانستان کې د دین نفاذ دی. او ټولې پرېکړې د دین مطابق کېږي.

(دا مضمون د وایس اف امریکا اردو څانګې نذرالاسلام تیار کړی ؤ چې ډیوه ترې ځیني برخې ستاسو لپاره وژباړلې)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG