لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين ګڼ شمېر جنګي الوتکو د تايوان د فضايي حدودو سرغړونه کړې


د تايوان حکومت د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي، د چين د هوايي ځواک 71 جنګي الوتکو او ډرون په تيرو 24 ساعتونو کې د تايوان فضايي دفاعي حدودو کې داخل شوي او پروازونه يې کړي دي. تايوان دغې ته تراوسه پورې د چين لخوا تر ټولو غټه در اندازي ويلې ده.

د تایوان د دفاع وزارت ويلي، چې د چين 43 الوتکې د ابنای تايوان په مینځۍ کرښه اوښتي کوم چې د دفاعي برخې دننه د دواړو ترمنځ يو غېر سرکاري بفر زون يا برخه ده.

د تایوان سرکاري خبري ادارې ويلي، چې د چین لخوا د تايوان د فضايي حدودو د سرغړونې تر ټولو غټه کاروايي شوې خو د دې باوجود د خطرې ټلۍ نه ده غږول شوې.

چين بيا ويلي، چې جنګي الوتکو يې د اتوار په ورځ د تایوان نه چاپېره په سمندر او فضا کې د حملو تمرينونه کړي کوم چې د تايوان او امریکې لخوا د اشغال په جواب کې وو. چين تايوان خپله برخه ګڼي.

چين د تايوان د خپلواکۍ دعوې په سختې سره ردوي او دغه تمرينونه څرګندونه کوي چي بيجنګ سيمه ييزه امن تباه کوي او د تايوان د خلکو ويرولو هڅه کوي.

د تايوان صدر سايي انګوين د ګل په ورځ يوې پوځي دستورې ته په وينا کې ويلي، چې د امریت پرله پسې پراختیا له امله تایوان خپل دفاعي توان سېوا کولو ته اړتيا لري خو هغه د تازه پوځي هلو ځلو يادګېرنه نه ده کړې.

هغه ويلي چې څومره زياته تياري وکړی شي د هغې له امله به دومره په اشعال کې کمی راځي نوموړي زياته کړې چې څومره يو موټی يو تايوان به دومره پیاوړی وي.

تایوان په تيرو دوه کلونو کې د چين لخوا د فضايي حدودو د سرغړونې شکايتونه کړي دي.

تايوان ويلي الوتکو يې د چين د الوتکو خبرداره کولو دپاره جنګي الوتکې لېږلي او ميزايل نظام يې د پروازونو څارنه کوي او زياته کړې يې ده تایوان امن غواړي که حمله وشوه خپله دفاع به کوي.

[خبر د رویټرز په مننه]

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG