لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د ترهګرۍ د پېښو لامل د مذاکراتو په مهال پاکستان ته د ټي ټي پي‌ د وسله والو ننوتل دي


څېړونکي وايي په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې مخ په زياتېدونکې د ترهګرۍ پېښې د هغې تګلارې نتيجه ده د کومې ترمخه چې د تحريک طالبان پاکستان غړي د مذاکراتو په مهال د پاکستان بېلا بېلو سيمو ته ننوتلي او د بلوچ وسله والو ترڅنګ په دغو صوبو کې بريدونه کوي۔

دوی وايي که چرې د پاکستان رياست په هېواد کې امن غواړي نو د وسله والو پرضد به ورته خپله تګلاره بدلول او د افغان طالبانو سره به په کلکه دا مسله پورته وي ځکه چې د پاکستان حکومت په وېنا تحريک طالبان پاکستان ددې هېواد پرضد د افغانستان خاوره کاروي۔

د خېبر پښتونخوا په بنو سيمه کې د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي په مرکز او د نورو د ترهګرۍ بريدونو د ذمه وارۍ اخستو نه وروسته تحريک طالبان پاکستان په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د ځانمرګي بريد او د خالي په ورځ د بلوچستان په چمن سيمه کې د يو امينتي سرتيري د وژلو ذمه واري منلې ده۔

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره او دتحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو دوران کې ددغې وسله والې ډلې دغړو پاکستان ته دننوتلو له امله د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل" ټي ټي پي پاکستان ته نه ده راغلې بلکې دا د فيض حميد د فارمولې د لاندې هغوی ته اجازت ورکړل شوی چې تاسو پاکستان ته راشئ او افغانستان پرېږدئ او دلته پاتې کېږئ، نو دا چې پاکستان غواړي چې دوی دلته پاتې کېږي نو دا وسله والې ډلې به هم هغه کارونه کوي چې د کوم په بنياد دا ډلې جوړې شوې دي"

د ډان ورځپاڼې ترمخه د خالي په ورځ د بلوچستان په تربت او چمن سيمو کې د ناامنۍ په پېښو کې پنځه امنيتي سر تيري وژل شوي۔ په دغو پېښو کې د چمن د بريد ذمه واري ټي ټي پي منلې ده۔

ورځپاڼه زياتوي د اتوار په ورځ د يادې صوبې په کوهلو ضلعه کې په يوه چاودنه کې ديو پوځي افسر په شمول شپږ امنتي سرتيري وژل شوي دي او د پېښې ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې منلې ده۔

څېړونکي وايې د تحريک طالبان پاکستان سره د بلوچ وسله والو ديوځای کېدو له امله د حکومت لپاره ستونزې نورې هم سېوا شوې دي۔

دوی وايي بايد پاکستان د دغو وسله والو مخنيوي لپاره په افغانستان او ايران فشار واچوي ترڅو دغه وسله وال د يادو هېوادونو څخه وويستل شي۔

په دې اړه په اسلام اباد کې د څېړنيزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود وي او ای ډيوه ته وايي " دوی بريد وکړي او بيا په بارډر هغه بل اړخ ته واوړي نو بيا يې د حکومت سره د ختمولو ډېرې لارې نه وي، د دغو د ختمولو حل دا دی چې په افغانستان باندې ذمه واري وچوي که په افغانستان کې وي او د بلوچانو خو په ايران کې ځايونه دي"

هغه وايي چې ترڅو ددغو ملکونو مرسته نه وي چې دوی ( وسله وال) د خپلو زمکو څخه ونه شړي نو تر هغې وخته د ترهګرۍ ختمول ډېره ګرانه خبره ده۔

افغان طالبانو وار په وار ويلي چې د دوی د راتګ وروسته په افغانستان کې کومه وسله واله ډله اوس منظم وجود نه لري چې بل کوم هېواد لپاره خطره وګرځي۔

ډاکټر عرفان اشرف زياته کړه په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره به رياست ته په دې اړه خپله تګلاره بدلول وي " رياست اړخ ته پکار ده چې مونږه وګورو چې د رياست حکمت عملي څه ده چې ايا ترهګري ختمول دي يا د ترهګرۍ په بنياد هغه پرېکړې کول دي کومه چې زمونږ د جرنېلانو يوه پالسي پاتې شوې ده، که چرې دا پالسي جاري وي نو په دې سيمه کې به بدلون هغه شان نه راځي څنګه چې مونږ غواړو"

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منېر په وروستيو کې د افغانستان سره په پوله د خېبر قبايلي ضلعې د تېراه سيمې سفر کړی و او ويلي یې وو چې د قوم په ملاتړ به ترهغې د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري تر څو چې تل پاتې امن په ځای کړی شوی نه وي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG