لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغلان کې جګړه: ملي جبهه وایي د مهم کمانډر په ګډون یې 25 جنګیالي وژل شوي او 30 طالبان یې وژلي


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د طالبانو ضد «ملي جبهه» وایي په بغلان ولایت کې له طالبانو سره په جګړه کې یې د مهم کمانډر خیرمحمد خیرخواه په ګډون ګڼ شمېر جنګیالي وژل شوي او د لسګونو طالبانو د وژلو دعوه یې هم کړې ده، خو طالبانو لا په رسمي‌ توګه دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د طالبانو او د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې یا این آر ایف د وسلوالو تر منځ سخته جګړه شوې ده چې د رپوټونو له مخې دواړو اړخونو ته پکې درنه مرګ ژوبلې اوښتې ده.

د «ملي مقاومت جبهه» وایي د اتوار- یکشنبې په شپه د دوی جنګیالیو له طالبانو سره جګړه کړې ده چې وایي په نتیجه کې یې د دوی دوه مخکښ کمانډران خیرمحمد خیرخواه او غازي مرادي وژل شوي دي.

د ملي‌ مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي وایي، په اندراب او څو نورو شاوخوا سیمو کې دا جګړه شاوخوا دېرش ګنټې روانه وه، چې له کبله یې د دوی تر شلو زیات نور جنګیالي هم پکې ووژل شول.

این آر ایف دعوه کړې ده چې په دې جګړه کې یې د طالبانو 30 تنه جنګیالي هم وژلي دي، خو د طالبانو د دفاع وزارت لا تر اوسه په رسمي‌ توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي‌ مقاومت جبهې ویاند پر ټویټر لیکلي چې طالبانو په درو څلورو سیمو کې د دوی پر مرکزونو بریدونه کړي دي، خو وایي د دوی جنګیالیو او قومندانانو د طالبانو وسلوالې مختلفې ډلې پر شا تمبولې دي او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. ښاغلي احمدي پرون پر ټویټر ویلي:

"له وړمې شپې راهیسې جګړه ډېره شدیده شوې وه او پرون د توپونو د ګوزارونو په ختمېدو، د پیکا او آر پي جي مهماتو د کمښت له امله د دښمن هیلیکاپټرو ته ډېرې موقعې په لاس ورغلې، خو بیا هم زموږ د جنګیالیو له مزاحمت سره مخ شول".

پژواک خبري ایجنسۍ لیکلي دي چې د طالبانو د ملي دفاع وزارت د بغلان په جګړه کې د مقاومت جبهې د 20 تنو جنګیالیو د وژلو دعوه کړې ده، خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

د ملي مقاومت جبهې یا نېشنل ریزسټنس فرنټ مشر احمد مسعود ویلي، د طالبانو خلاف جګړې ته به دوام ورکوي او هیڅکله به پر شا نه شي، ځکه چې وایي دا لاره یې په شعوري توګه غوره کړې ده.

ښاغلي مسعود پر خپله فېسبوک پاڼه له طالبانو څخه د خپلو وژل شویو کمانډرانو او نورو جنګیالیو د وژنې د غچ اخیستو ګواښ کړی او لیکلي یې دي:

"زه د خپل هېواد ټولو خلکو ته ډاډ درکوم چې د خپلې وينې تر وروستي څاڅکي به ستاسې د ارمانونو ساتنه کوم او د طالبانو له ظالمې او جابرې واکمنۍ څخه د هېواد او خلکو تر ازادۍ پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو".

په پنجشېر ولایت کې هم وخت په وخت د دغو دواړو ډلو تر منځ جګړې شوې دي چې تر هغه وروسته د طالبانو پر ځواکونو د مقاومت جبهې د پلوۍ په تور د یو شمېر خلکو د وژنې تورونه هم پورې شوي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنیټ په تېره اکتوبر میاشت کې پنجشېر ته سفر کړی وو او وروسته یې پخپل رپوټ کې اندېښنه ښکاره کړې وه چې خلکو د طالبانو د بد چلند او د بشري حقونو د سرغړونو شکایتونه ورته کړي دي.

خو طالبان د پنجشېر او بغلان په ګډون په ټول افغانستان کې د امن راوستلو دعوه کوې او هغه تورونه ردوي چې ګواکې د دوی جنګیالیو خلک په غیرعدالتي توګه وژلي دي.

د 2021م کال د اګست پر 15مه چې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي، د پخواني کمانډر احمد شاه مسعود زوی یې په خلاف جګړه پیل کړې چې د خپل ولایت پنجشېر په ګډون اوس نورو ولایتونو ته هم غزېدلې ده او وخت په وخت پکې دواړه اړخونه یو بل ته د مرګ ژوبلې دعوې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG