لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د پېړۍ واورین توفان" په امریکا کې 55 تنه مړه کړي، 15 زره پروازونه ځنډول شوي دي


واشنګټن ـــــ په امریکا کې له تېرو څو ورځو راهیسې د شدید یخ او واورین توفان له کبله په اغېزمنو ریاستونو کې تر اوسه 55 تنه مړه شوي او په لکونو خلک د زیاتې واورې له کبله په کورونو کې بند پاته دي.

د چارواکو په وینا په نیویارک ایالت کې حالت ډېر خراب دی، وایي د دې ښار په بفیلو سیمه کې په ساعتونو تک سپین واورین توفان چلېږي چې لاره نه لیدل کېږي.

د ژغورنې د ادارې چارواکي وایي د خلکو مړي پر سړکونو په نښتو موټرو کې او تر پنډ واورو لاندې موندل کېږي، چې وایي د دوی کارکوونکي ورپسې پلټنه کوي، خو زیاتې واورې د دوی د ژغورنې کارونه هم اغېزمن کړي دي.

د نیویارک په بفېلو سیمه کې 2.4 میټره واوره ورېدلې او په ټول ښار کې تګ راتګ په بشپړه توګه بند شوی دی، د بیړنیو چارو اداره وایي کارکوونکي یې نه شي کولای هغو سیمو ته ورشي چې خلک پکې ډېر زیانمن دي.

د نیویارک ګورنره کېتي هوچل چې پخپله هم د بفېلو ښار اصلي اوسېدونکې ده وایي په دې ښار کې حالت داسې دی لکه د جګړې سیمه چې وي. مېرمن هوچل د ګل- دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

"ښکاره خبره ده چې دا د پېړۍ د واورې توفان دی او دا ډېر وختي دی که ووایو چې دا د توفان ختم شوی دی".

چارواکي وایي شدیدې واورې د میلینونو کورونو او کاروباري مرکزونو د بجلۍ نظام ګډوډ کړی دی او وایي په هغو زرګونو کسانو کې- چې لا هم په کورونو کې بند پاته دي- کېدای شي د مړیو شمېر نور هم زیات شي.

په نیویارک ښار کې د بیړنيو عملیاتو اداره وایي، د خلکو د ژغورنې لپاره هلې ځلې یې روانې دي، چې د چارواکو په وینا د "پېړۍ واورین توفان" په کور کې ایسار کړي او د کرسمس مراسم او سفرونه یې هم سخت اغېزمن کړي دي.

چارواکي وایي دې واورین توفان د امریکې په نهو ایالتونو کې خلک اغېزمن کړي، وایي په ځینو کې اوس هم لا حالت توفاني دی او تېز بادونه چلېږي چې له کبله یې له څو ورځو راهیسې ژوند په ټپه درېدلی دی.

د پروازونو په اړه د معلوماتو خپرولو ویبپاڼه «فلایټ اوېر.کام» وایي، د سختو واورینو توفانونو، تېزو بادونو او د تودوخې تر صفر ټیټې درجې له کبله په وروستیو ورځو کې د امریکې تر 15,000 ډېر پروازونه ځنډول شوي چې وایي یواځې د دوشنبې- ګل په ورځ تقریباً 4,000 پروازونه منسوخ کړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG