لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نن شوروي اتحاد نشته خو په افغانستان کې 43 کلن جنګ اوس هم روان دی


واشنګټن- په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د يرغل 43 کاله وشو. دا د کال 1979 د ډسمبر 27مه نېټه وه چې افغانستان ته د منځۍ ايشيا د مسلمان هېوادونو چې د افغانستان سره ګډې پولې لري د لارو روسي ټينکونه او پوځي ځواکونه ننوتل.

د افغانستان موجوده واکمنو طالبانو چې حکومت يې په نړۍ کې هيڅوک په رسميت نه پېژني د شوروي د ځواکونو د يرغل د ورځ په مناسبت په افغانانو غږ کړی چې د وطن د ازادۍ، استقلال او د خاورې د تماميت دفاع ته چمتو ووسي.

که پخواني افغان مجاهدين چې په شا يې امريکا او نوره نړۍ ولاړه وه دعوه کوي چې شوروي اتحاد يې مات کړی نو نن واکمن طالبان سينه ډبوي چې امريکا او نيټو يې مات کړي. په افغانستان کې نن هم جګړه روانه ده.

د ملګرو ملتونو د ولډ فوډ پروګرام (نړيوال خوراک پروګرام) د سېپټمبر مياشتې د شمېرو تر مخه 49.4% خلک د غربت د کرښې نه لاندې تلي او نزدې 24.4 خلک خوراک ته اړتيا لري چې 18 ميليونه پکې بېخي ډېر حاجت مند دي.

څېړونکي وايي د شوروي اتحاد په ماته او نهه کلن جنګ کې او د امريکا په افغانستان کې د شل کلن جنګ په يو دم ختمولو او بيړه کې د وتلو په شا پاکستان بنيادي رول لرلی.

د پاکستان د شوروي اتحاد د يرغل وروستو افغان مهاجر راغوښتل او په پاکستان کې د کډوالو د پاره جوړ شوي کيمپونه د افغان مجاهدينو په تربيتي کيمپونو بدلولو حال د پېښور پوهنتون ډاکټر فضل رحيم مروت په خپل کتاب “د مهاجر نه تر مجاهد پورې” کې په تفصيل سره بيان کړی.

افغانستان د نړيوال جنګي سياست قرباني ولې جوړ شو؟

سيمه پوهان وايي د افغانستان جغرافيايي حيثيت د هېواد د ګټې په ځای د لوی نقصان بنياد وګرځېد. ډېری افغانان او بهرني څېړونکي وايي د شوروي اتحاد يرغل د افغانانو د مرګ ژوبلې او د وطن د بربادۍ سؤب دی خو د ډېرو څېړونکو په نظر که ژوره کتنه ورته وشي د سيمې جغرافيايي جوړخت، د نړيوال سرمايه دارانه او کميونسټ نظامونو تر منځ جنګ او د افغانستان کورني ګډ وډ سياست او کمزوري حکومتونو دې حالاتو ته لاره جوړه کړې ده.

د تاريخ پوهانو په وينا د زار روس او ګريټ برېټن “ګريټ ګيم” خو د وړاندې نه روان و خو کله چې په کال 1917 کې د زار روس دور ختم شو او انقلاب روس وشو او پسې په کال 1919 کې افغانستان د برتانيا نه ازادي واخستله نو حالات نور هم بدل شول.

د بالشويک حکومت وړومبی حکومت و چې د افغانستان ازادي يې ومنله او د غازي امان الله خان حکومت يې په رسميت وپېژند. په ځواب کې يې کابل د بالشويک حکومت تسليم کړو.

د قايد اعظم پوهنتون اسلام اباد د تاريخ د څانګې پخواني چيرمين ډاکټر سيد وقار علي شاه کاکاخېل وي او ای ډيوه ته په يوه مرکه کې ويلي د امريکا د دويم نړيوال جنګ د ختمېدو سره د يو نړيوال طاقت په توګه ځلېدل او د برتانيه د راج د کمزوري کېدو په ترڅ کې د امريکا په افغانستان د ډېر وړاندې نه نظر و.

ډاکټر وقار علي شاه وايي دا د کال 1945 د دستاويزاتو نه واضحه ده چې د امريکا په هند کې د هغه وخت استازي د برتانيه اخري وايسرای ته ليکلي وو امريکا د جوړېدونکي پاکستان په پښتنه سيمه په خصوصي توګه وزيرستان کې دلچسپي لري او د ښاغلي کاکاخېل په وينا دا په افغانستان کې د شورو اتحاد د ځواکونو د ايل کولو د پاره تياريانې روانې وې.

څېړونکي وايي کله چې د دويم نړيوال جنګ په نتيجه کې د هند نه د برتانيه ټغر ټولېدو نو د امريکا او شوروي اتحاد په سوړ جنګ کې افغانستان د فرنټ لاين هېواد حيثيت موندلو.

د ثور انقلاب که پوځي کودتا؟

په کال 1978 کې په کابل کې پوځي کودتا وشوه چې په شا يې کميونسټ پلوه پيپلز ډيموکرټېک پارټي اف افغانستان (پي ډي پي ای) وه او د نور محمد ترکۍ په مشرۍ کې دې کودتا ته ياد ګوند د انقلاب ثور نوم ورکړو.

په کودتا کې د هغه وخت د افغانستان خودسره مشر داود خان ووژل شو چې په کال 1973 کې يې د کودتا د لارې د خپل د تره ځوي بادشاه ظاهر شاه نه واک تر لاسه کړی و.

تاريخ ښايي د داود خان په کودتا کې وينه نه وه توی شوې خو د نور محمد ترکۍ په کودتا کې د سردار داود د کورنۍ 18 غړي ټول په ټوله ووژل شول او دې پرله پسې د دوو نورو واکمنانو وژنو ته لاره پرانستله.

ډېر وخت نه و اوړېدلی چې يو بل سخت دريزي افغان حفيظ الله امين د کودتا د لارې نور محمد ترکي ووژلو او واک يې ونيولو چې د سياست پوهانو په وينا دې شوروي اتحاد وويرولو.

تاريخ پوهان ليکي دا حالت په يو مسلمان ملک کې جوړ وو چې په ګاونډ کې يې د شوروي د ولقې لاندې درې نور مسلمان ملکونه ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان وو او ويره دا وه چې په کمزوري افغانستان کې به د امريکا اثر رسوخ ډېر شي او د دې اغېزې به يادو هېوادونو وشي.

تاريخ پوهان او څېړونکي ليکي د شوروي استخباراتو په خاصه توګه کی جي بي ليونېډ بريژنيف ته مشوره ورکړه چې افغانستان ته پوځي ځواکونه واړوي او د دوی په وينا د کابل په صدارتي ماڼۍ کې کی جي بي دومره اثر پيدا کړی و چې خفيظ الله امين او د هغه د کابينې غړي يې په زهرو ووژل چې د روسي پوځ په مټ ببرک کارمل په واک کې راولي.

افغان تاريخ ليکونکي وايي څه خو د وړاندې نه د نور محمد ترکۍ د ځمکو د بيا ويشلو پرېکړې او څه د حفيظ الله امين د ولسي ژوند په دود دستور کې د بدلون سختو پرېکړو افغانان زړه بدي کړي وو او د پاسه پرې د کميونسټ شوروي په لسګونو زره ځواکونه او هوايي الوتکو په افغانستان يرغل وکړو چې په افغانستان کې يې په لويه کچه پاڅون ته حالات برابر کړل.

پاکستان په افغانستان کې د شوروي او امريکايي ځواکونو خلاف څه کړي؟

ډاکټر فضل رحيم مروت ليکي پاکستان چې د پوځي ډېکټيټر جنرل ضيا الحق په واک کې و د افغان مهاجرينو په مخ يې د هېواد پولې خلاصې کړې، دلته يې ورته مهاجر کيمپونه جوړ کړل چې ورو ورو په جهادي تربيتي کيمپونو واړول شول.

د هغه په وينا نړيوالې مرستې پاکستان ته په ډېره لويه کچه ورکړل شوې چې پکې پوځي او غير پوځي مرستې شاميلې وې. د نړۍ د ګوټ ګوټ نه يې جهاديان هم افغانستان ته د پاکستان د لارې ولېږل چې پکې د القاعده مشر اوساما بن لادن هم و.

د ځينې رپورټ شوو شمارو تر مخه د شوروي او افغان مجاهدينو تر منځ جګړه کې د يو ميلين نه زيات افغانان ووژل شول او د پينځه ميلينه نه زيات افغانان بې کوره او کډوال شول. د ميډيا د رپورټونو تر مخه د شوروي او افغان ځواکونو د وژل شوو غړو شمېر نزدې 125,000 ته رسي.

د ببرک کارمل واک په کال 1986 کې ختم کړل شو او د هغه وخت د افغانستان د استخباراتو مشر ډاکټر نجيب الله واک ته ورسېد.

د کال 1988 د جنيوا لوظنامې لاندې شوروي ځواکونه په کال 1989 کې د افغانستان نه ووتل خو د ډاکټر نجيب حکومت د کال 1992 پورې واکمن پاتې شو.

د ملګرو ملتونو د سوري لاندې جوړې شوې لوظنامې په ترڅ کې ډاکټر نجيب د واک نه کوز شو او سملاسي په پاکستان کې د مجاهدينو عبوري حکومت جوړ کړل شو چې يوې نوې کورنۍ جګړې ته يې لار جوړه کړه.

د مجاهدينو د بيلا بيلو ډلو تر منځ جګړو په لکونو خلک کډوالۍ ته اړباسل، په زرګونو پکې مړه او ټپيان شول او ښارونه وران او ولوټل شول.

د مجاهدينو د خپلمنځي جنګونو په جريان کې چې تر ډېره حده د يو خبريال په توګه مې يې د سترګو ليدلی حال وليدلو يوه نوې ډله د افغان طالبانو په نوم په کندهار کې په کال 1994 کې راپورته شوه او په سېپټمر کال 1996 کې يې کابل د مجاهدينو نه ونيولو.

د پنچشير ولايت نه علاوه باقي افغانستان د طالبانو په ولقه کې راغی او د کال 2001 پورې په واک کې پاتې شو. په نهم سېپټمبر کال 2001 په امريکا کې د ترهګرۍ غټې پېښې وشوې او امريکا وويل د دې په شا القاعده ترهګره ډله ده چې مشر اوساما بن لادن او د هغه پلويان يې دغه وخت په افغانستان کې وو.

د امريکا حکومت د طالبانو د حکومت نه غوښتنه وکړه چې اوساما بن لادن دې ورته حواله کړي خو طالبانو د دې غوښتنې د منلو نه ډډه وکړه. په اوم اکتوبر امريکا په افغانستان يرغل وکړو او د ډيسمبر د نيميايۍ پورې يې طالبان د واک لرې کړل.

امريکايي او د نيټو ځمکني ځواکونه د القاعده او د يادې ترهګرې ډلې د پلويانو په لټون پسې افغانستان ته لاړل خو په يوه داسې اوږده جګړه کې ګېر شول چې خلاصی يې په کال 2021 کې د طالبانو سره د دوها د لوظنامي په ترڅ کې وشو.

د خبرونو او دعوو تر مخه د طالبانو جنګيالي او مشرتابه تر ډېره په پاکستان کې پاتې وه او يو شمېر يې ايران ته واوړېدل. پاکستان او ايران دا نه مني.

د پاکستان د پوځ پخواني مشر او د کودتا د لارې واک ته رسېدلي جنرل پرويز مشرف د امريکا په غوښتنه ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ په جنګ کې د امريکا ملګرتيا کوي.

امريکا او اتحاديانو ته د وسلو وړلو د پاره د پښتنو سيمو د طورخم او چمن لارې پرانستلې شوې چې درنې وسلې افغانستان ته ورسوي او د دې سره سره يې د پاکستان په پخوانۍ قبايلي سيمو فاټا کې د ترهګرو په نخښه کولو د پاره درې هوايي ميدانونه ورکړل د چرته نه به چې ډرون الوتل.

په پاکستان تورونه دي چې د امريکا سره يې وفا نه ده کړې ځکه چې طالبانو ته مرستې د پاکستان د لارې تللې او طالبانو له يې په هېواد کې پټ ځايونه ورکړي وو.

پاکستان دا تور ردوي او وايي نزدې اتيا زره وګړي يې د امريکا سره د ملګرتيا په سر د ترهګرۍ قربانيان دي. څېړونکي وايي د يادو قربانيانو يو غټه برخه پښتانه دي.

د پاکستان د مبينه دوه مخې پالېسۍ په اړه د امريکا پخواني ولسمشر په يو ټويټ کې ليکلي وو چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د ملګري په نوم ترې په پينځلس کاله کې 33 بيلين ډالره وخوړل او په ځواب يې امريکا ته دروغ ويلي او دهوکه يې ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG