لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان زده کوونکې مروه په یوازې ځان دکابل پوهنتون مخې ته دطالبانو په وړاندې احتجاج کړی


یوې 18 کلنې افغان زده کوونکې مروه دکابل پوهنتون دلویې دروازې مخې ته دطالبانو دګواښونو اؤ پیغورونو په ترڅ کې په یوازې ځان دجینکو په زده کړو دبندیز پرضد احتجاج کړی دی.

له نوم ور په اخوا دنورې پېژندګلو نه ښودلو په شرط مروه خبري شبکې ای ایف پي ته ویلي" پخپل ژوند کې مې په وړومبي ځل دومره ویاړ اؤ‌ ځان دومره پیاوړی اؤ طاقتور احساسولو،ځکه چې زه دهغوئ(طالبانو) پرضد راولاړه شوې وم اؤ هغه حق مې غوښتو چې الله مونږ ته راکړی دی"

دیکشنبې یا اتوار په ورځ مروه دکابل پوهنتون په دروازه د ولاړو طالب وسله والو مخې ته زړه وره ولاړه وه،یوه کتبه یې په لاسونو کې پورته کړې وه چې په عربي ژبه پرې لیکل شوي‌ وؤ ’’اقرا‘‘ یعنې ولوله.

دمروه دا احتجاج له دې امله هم ډیر مهم اؤ غیر معمولي ګڼل کیږي چې په افغانستان یو وارې بیا دطالبانو له قبضې وروسته دښځو چټک احتجاجونه اوس دنشت برابر پاتې شوي دي.

دا احتجاجونه وروسته له هغې نور هم په کراره شوي دي چې دکال په پیل کې څو سرتېزه مدني فعالانې میرمنې طالبانو ونیولې.

هرڅو که په مظاهرو کې په برخه اخستونکو مېرمنو دتشدد اؤ دهغوئ دټولنیزې بدنامۍ خطرې په سر ګرځي خو مروه بیا هم پخپله غوښتنه ولاړه وه.

دمروه یوې خور چې په موټر کې ناسته وه پخپل موبایل فون په خاموشۍ سره هغه مهال دمروه داحتجاج ویډیو جوړوله کله چې مروه دکابل پوهنتون دکیمپس د مرکزي دروازې نه یوازې د یو میټر په واټن یا فاصله ولاړه وه اؤ یوه کتبه یې په لاسونو کې پورته کړې وه.

طالبانو تېره اوونۍ دنجونو پوهنتونونو ته پر تګ بندیز لګولی چې ددې پریکړې پرضد څو افغان مېرمنو داحتجاج هڅه هم کړې وه خو طالبانو په عاجل ډول دهغوئ داحتجاج مخه نیولې وه اؤ شړلې یې وې.

مروه ای ایف پي خبري شبکې ته ویلي "هغوئ(طالبانو) ماته ډیرې سپکې سپورې وویلې خو زه په سکون سره ولاړه وم"

هغه وایي دې غوښتل خلکو ته یوازې دیک یوې افغان جینۍ طاقت وښایي اؤ دوئ ته ووایي چې یوازې یو تن هم دظلم پرضد ودرېدلی شي.

مروه وایي" کله چې زما نورې خویندې وویني چې یوه تن تنها جینۍ دطالبانو پرضد راپورته شوې ده نو هغوئ به هم د راپورته کیدلو حوصله ومومي اؤ داسې به طالبانو ته په ماتې ورکولو کې مرسته وشي"

طالبانو تېرکال په اګست کې د واک ترلاسه کولو نه وروسته ژمنه کړې وه چې دخپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله به دا ځل خلکو سره دنرمۍ نه کار اخلي خو دخپلو ژمنو برعکس یې پخپله دوهم ځلي واکمنۍ کې په ښځو سخت بندیزونه لګولي اؤ هغوئ یې دټولنیز ژوند له درشلې بهر وباسلې دي.

پوهنتونونو ته دښځینه زده کوونکو په تګ له بندیز وروسته دشنبې په ورځ طالب چارواکو این جي او ګانو کې دمېرمنو په کار کولو هم بندیز لګولی دی.

تر دې وړاندې طالبانو دنجونو منځني ښوونځي تړلي وؤ چې دتېر یوکال راهسې دغه ښوونځي بند پراته دي اؤ ګڼ شمیر ښځې چې دولتي مامورینې وې، دطالبانو واکمنۍ کې په دندو پرېښودو مجبوره شوې دي.

همدا شان طالبانو ښځې پارکونو ،ورزشي ځایو اؤ حمامونو ته له تګ هم منعې کړې دي.

طالبان دریځ لري چې دا بندیزونه یې ځکه پرځائ کړي چې ښځې حجاب اؤ اسلامي لباس نه مراعاتوي.

دمصورۍ یا پینټنګز دتخلیق خوب لیدونکې مروه وایي ددې هیواد اوس دښځو لپاره په یو زندان بدل شوی دی.

دمروه په وینا "زه بندي پاتې کیدل نه غواړم، زما ډیر خوبونه دي ، زه هغې ته رسېدل غواړم ځکه مې داحتجاج کولو فیصله کړې ده"

(دای ایف پي په معلوماتو راجوړ دا رپورټ د وي او ای اردو څانګې په مننه خپور کړل شو)

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG