لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناء الله:سیمه کې دټي ټي پي دترهګرو شمیره د7 نه تر10 زرو ده


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي په سیمه کې دټي ټي‌ پي دترهګرو شمیره د7 نه نیولې تر10 زرو ده اؤ دوي سره د دوي دکورنیو دغړو شمیره 25 ته رسیږي.

دپاکستان د ډان ټي وي یو پروګرام کې دخبرو په مهال دکورنیو چارو وزیر ویلي چې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت راتلو سره پاکستاني طالبان نور هم پیاوړي شوي دي.

تېرکال چې داګست په میاشت کې طالبانو دافغان واک ترلاسه کړو نو پاکستان کې دهغوئ واک ته په رسیدلو دخوښۍ جشنونه شوي وؤ اؤ هغه وخت دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې افغان طالبانو دغلامۍ زنځیرونه مات کړل.

څېړونکي وایي پاکستان هیلې درلودلې چې افغان طالبان به ټي ټي پي دپاکستان پرضد دفعالیتونو څخه منعې کړي خو برعکس په دې نزدیو کې دپاکستان دننه دترهګرۍ پېښې نورې هم زیاتې شوې اؤ ددې پېښو ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي.

دکورنیو چارو وزیر خیبر پښتونخوا کې دترهګرو وروستي فعالیتونه اؤ بریدونه دصوبایي حکومت ناکامي وبلله اؤ وې ویل"ددې ترټولو ستر علت دخیبر پښتونخوا حکومت اؤ دترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې ناکامي ده ځکه چې ددې مخنیوی د دوي ذمه واري وه"

رانا ثناء الله وویل پاکستان دخپلو پولو دحفاظت لپاره خپل پوځ لري اؤ که چرې صوبایي حکومت وضعیت نه د وتلو توان نه لري نو کولی شي چې مرکزي حکومت ته خواست وکړي.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا په یو شمیر سیمو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو ترڅنګ تېره اوونۍ په بنو کې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې په مرکز کې ترهګرو امنیتي چارواکي یرغمال کړي وؤ دهغوئ دخلاصون لپاره ترسره شوؤ عملیاتو کې ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي وؤ اؤ پوځ د25 ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.

دخېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر سیف ددغه پېښې په اړوند وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ چې دبنو په څېر دپېښو ذمه واري په مرکزي حکومت عاید کیږي.

د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست کې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده .

په دې ورستو کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي.

دڅېړونکو په وینا په افغانستان دطالبانو له واکمنۍ وروسته نه یوازې ټي ټي پي دپاکستان دننه خپل فعالیتونه لاپسې پراخه کړي دي بلکې هغوئ دا ډاډ هم موندلی دی چې څنګه افغان طالبانو د امریکې سره معامله وکړه همداسې به دوئ دپاکستان حکومت مجبوره کړي.

په دې وروستیو کې داسټریلین ملي پوهنتون پروفیسر ګلاډ ارکسټس وایس اف امریکه ته ویلي وؤ، دا ډیره زر په ډاګه شوې وه چې دافغان طالبانو پاکستاني طالبانو سره نظریاتي پیوستون اؤ دهغوئ دمشرانو خپلو کې نزدې اړیکې دافغان طالبانو اؤ پاکستان ترمنځ اړیکو کې درز پیدا کوي.

دهغه په ویلي وؤ همدا لامل دی چې دتېر یو کال راهسې دپاکستان اؤ افغانستان په پوله تاؤ تریخوالی لیدل کیږي اؤ دپاکستان لخوا د۲۵کالو راهسې دخپلې ایتلافي ډلې ګڼل کیدونکې افغان طالبانو اؤ پاکستان ترمنځ اوس اړېکې هغسې خوږې نه دي پاتې شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG