لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس نن بیا د اوکراین د کیف په ګډون په ځینو ښارونو شاوخوا 120 میزایل حملې کړې دي


واشنګټن ـــــ روس د اوکراین په پایتخت کیف، خارکیف او ځینو نورو ښارونو باندې بیا تازه د میزایلو بریدونه کړي دي، چې پکې ځینې کسان ټپیان شوي دي. اوکراین وایي روس په لسګونو توغندي نن سهار وختي ور ویشتلي وو، چې زیات یې دوی را وغورځول.

د اوکراین چارواکي وایي روس د پنجشنبې- زیارت په ورځ سهار وختي پر اوکراین لسګونه توغندي وتوغول، چې وایي د پایتخت کیف په ګډون یې شمال ختیځ ښار خارکیف او نور ښارونه په پراخو هوايي بمباریو کې په نخښه کړل چې له کبله یې بجلۍ لاړه او خلکو خوندي ځایونو ته پناه یووړه.

د اوکراین د ولسمشر مرستیال میخایلو پوډولیک په یوه ټویټ کې دعوه کړې چې روس لږ تر لږه 120 توغندي ور ویشتلي دي چې د ده په وینا مقصد یې مهمې ودانۍ ویجاړول او په ډله ییزه توګه د عامو خلکو وژل دي.

چارواکي وایي دغو بریدونو سمدستي په ټول هیواد کې د هوایي بریدونو سایرنونه یا زنګونه وغږول، وایي په نتیجه کې یې د هوایي دفاع سیسټمونه وتوانېدل چې د روس له خوا راتلونکي 54 توغندي په نخښه کړي او را ویې غورځوي.

د خارکیف مېر یا ښاروال ایهور تیریخوف په خپل ښار کې د چاودنو خبر ورکړی او ویلي یې دي چارواکي یې پلټنه کوي چې چاته څه ځاني یا مالي زیانونه اوښتي دي که نه، خو په کیف کې د درو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا پر ټویټر د روس تازه بریدونه "بې حسه وحشت" بللی او لیکلي یې دي:

"دا یواځې هغه ټکي دي چې ذهن ته راځي چې روس تر نوي کال مخکې د اوکراین پر سوله ییزو ښارونو یو ځل بیا توغندي ویشتلي دي".

د روان کال په فرورۍ کې چې دا جګړه پیل شوې د رپوټونو له مخې روس پرله پسې د اوکراین د ښارونو په نخښه کولو لپاره میزایل کارولي او داسې بریدونه یې هم کړي چې مهمې سرکاري ودانۍ یې ویشتلې او تباه کړې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې د لسو مادو د پلان ملاتړ کړی چې پکې یې له روسه غوښتي د اوکراین خاوره دې په رسمیت وپېژني او خپل پوځیان دې وباسي.

خو روس د چارشنبې- شورو په ورځ دا وړاندیز رد کړ او یو ځل بیا یې خپل دریځ تکرار کړ چې اوکراین دې د روس هغه انضمام ومني چې په ستمبر میاشت کې تر ریفرنډم وروسته اوکراین او نورو هیوادونو رد کړی وو.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، د اوکراین لپاره د سولې هیڅ پلان تر هغه وخته نه شي عملي‌ کېدی چې د روس د خاورې په اړه د نن ورځې حقیقتونه په پام کې ونه نیسي.

صدر زلنسکي د چارشنبې- شورو په ورځ د تړلو دروازو په غونډه کې د اوکراین پارلمان ته وینا وکړه او د پارلمان له غړو یې وغوښتل چې د روس د یرغل په خلاف سره متحد پاته شي.

ولسمشر زلنسکي وویل اوکراین لس میاشتې وړاندې د روس له یرغل راهیسې 1456 جنګي بندیان خوشي کړي دي، بل لور ته روس هم وایي د اوکراین زرګونه جنګي بندیان ورسره دي خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG