لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیرستان د امن، مینې او یووالي نخښه او مشهور ډول وهونکی زارې استاد مړ شو


ډېره اسماعیل خان ــــ له تېرو شلو کلونو راهیسې د جنګ او ترهګرۍ ځپلي وزیرستان د امن، مینې، کلتور او یووالي نخښه او مشهور ډول وهونکی زارې خان استاد له نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغه زوی حضرت عمر وایي پلار یې درې ورځې وړاندې ناڅاپه د زړه دورې له امله ساه ورکړه او اته ماشومان چې پکې څلور لوڼه، څلور زامن او یوه مېرمن یې تر شا پرېښوول.

زارې استاد څوک وو؟

نیزدې 60 کلن زارې استاد د بره جنوبي وزیرستان د مکین اوسېدوکی او مشهور ډول وهونکی وو او د علاقې د نورو کلتوري غونډو ترڅنګ په لښکر، چیغه، جرګه، مرکه او قامي ټینګو سره د ځوانانو په اتڼیزو محفلونو کې به سره د ډول موجود وو.

زارې مسید که څه هم د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی وو خو د کال 2009م د «راه نجات» پوځي عملیاتو له امله د نورو ځایي خلکو سره هغه هم خپل کور او کلی پرېیښی وو او په ډېره اسماعیل خان کې یې د کډوالۍ ژوند کاوه.

هغه به هلته د علاقې په جرګو مرکو کې د ګډون تر څنګ په احتجاحونو کې د ډول سره برخه اخیسته او انڼیزو غونډو ته به یې دوام ورکولو او په خپله به یې د ډول سره زمزمې هم کولې.

د مرګ نه درې ورځې وړاندې د ډېره اسماعیل خان ګومل پوهنتون کې د زده کوونکو په یو اتڼي غونډه کې د ډول وهلو سره په دې سندره ویلو لیدل کیږي
چې "و مکینه پوتې [پاتې] شوې".

د هغه زوی حضرت عمر وایي تر کډوالۍ وروسته له سختو حالاتو سره مخ وو خو هغه چرته د ډول پرېښوولو خبره ونه کړه. هغه وایي دوی د پاره دا ویاړ دی چې نن ټوله کورنۍ د هغه په وجه پېژندل کېږي او د هغه په مړینه د علاقې زیات خلک ویرجن دي.

د علاقې یو بل مخور مشر او په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند فعال خان ولي مسید وایي هغه د وزیرستان د "امن مینې او یووالي" سیمبول وو:

"نه یواځې یو ډول وهونکی بلکې هغه د پښتون په کلتور دود او رواج هم پوره وو او له مېلمه پالنې سره هر وخت په سر پګړۍ، په تن جامې او واسکټ او په پښو څپلۍ اچولې لیدل کېدلې".

ښاغلي خان ولي وویل نوموړی قامي اتل وو او د مسید قام په هر غم او خوشي کې شریک وو او د وزیرستان کلتور یې ژوندی ساتلو سره د جنګ دې سیمې نه امن ږغ پورته کاوه:

"زه یې له کال 2000 نه پېژنم او هغه وخت د نامنۍ راتلو سره زیات هنرمندان فن پرېښولو ته مجبور شول خو زارې نه ټیټ شه او نه یې فن پرېښودو او په خپل فن تر دې حده مین وو چې د ژوند ګواښونو سره مخ وو خو هنر ته یې بیا دوام ورکولو او د جنګ په دې ماحول کې د امن او ډول ږغ ژوندی ساتلی وو".

سندرغاړی شوکت عزیز وایي د هغه د ډول وهلو یو ځانګړی انداز وو چې د هر عمر کسانو تر څنګ مذهبي خلک بلکې طالبان به یې د اتڼ په کولو مجبور کړل. شوکت عزیر وایي ډول د دوزیرستان په کلتور کې یو مهم کردار لري:

"هغه که مذهبي اړخ ته وګورې نو پېشمني کې خلک د ډول د لارې پاڅول کیږي، جرګه مرکه ته خلک راغوښتل بل لښکر او چیغه د ډول پرته نیمګړي وي، چې د کومې غونډې اغاز په تلاوت کیږي اختیام یې بیا په ډول سره په اتڼ وي".

خان ولي وایي په وزیرستان کې نه یواځې خلک په ډول قامي پرېکړو ته راغونډېږي، د دوی احتجاج او ښادۍ هم د ډول سره اتڼ نه پرته نیمګړې وي، وایي په دې پرمختللې زمانه کې د هیواد په ګوت ګوټ کې اوس هم د وزیرستان د ځوانانو په سندریزو غونډو او علمي دستورو کې ډول شامل وي:

"د ډول دا یو ځانګړی انداز دی چې چې خلک دومره جذباتي کړي چې د مرمیو له پروا پرته د ډول په زور پښتانه د دښمن په مورچل زغل کوي".

په ټولنیزو رسنیو خلکو د زارې مسید په ناڅاپه مړینه د غم اظهار کړی دی. د عوامي نیشنل ګوند د کلتور صوبایي سیکرټر خادم حسین په ټویټر لیکلي:

"زارې مسید هغه هنرمند وو چې د وزیرستان په وینه وینه ماحول او غمځپلي چاپېریال کې یې هم د ساز او سندرې غږ ژوندی ساتلی وو. نوي زارې به زېږون کوي خو دا زارې د هېرېدو نه دی".

خبریال فاروق مسید وایي د علاقې د پاره د هغه خدمات نه هیرېدونکي دي او هغه په کډوالۍ کې په قامي ستونځو احتجاج وو او که به جرګه مرکه وه زارې استاد به سره د ډول پکې شریک وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG