لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټبال افسانوي اتل، پلې، د دوه اتیا کلونو په عمر مړ شو


د فټبال اتل او د برازیل مشهوره څهره، پلې
د فټبال اتل او د برازیل مشهوره څهره، پلې

واشنګټن - د نړۍ افسانوي او مشهوره برازیلي فټبالر پلې د ۸۲ کلونو په عمر مړ شو. هغه په تنکيتوب کې د فټبال نړېوال ستوری ګرځېدلی و او درې ځله یې خپل ملک، برازیل ته ورلډ کپ ګټلی و.

پلې چې کېنسر ورته لګېدلی و، د نوامبر میاشتې په وروستیو کې هسپتال کې بستري شو او بیا یې په ډسمبر کې صحت ډېر خراب شو. د پلې اصلي نوم اېډسون ارانتېس دو ناسېمېنتو و.

هغه په ۱۹۴۰ کال کې، د برازیل په ټرېس کوراکوس کې زېږېدلی و او پنځلس کلن و چې د سانټوس ټیم کې ورسره د فټبال تړون وشو. په شپاړس کلنۍ کې د برازیل د ملي ټیم غړی شو.

پلې د فټبال په نړۍ کې داسې یو عظیم لوبغاړی ګڼل کیږي چې تر اوسه یې مثال ندی لیدل شوی.

په ۱۹۵۸ کال کې چې د هغه عمر صرف ۱۷ کاله و، پلې خپله اوله لوبه په ورلډ کپ کې پیل کړه او په همغې اولې لوبې کې یې ګول ووهلو چې دې سره یې نوم په نړۍ کې خپور شو او ځان یې د فټبال تر ټولو ستر سټېج وبللو. د هغه ورلډ کپ په دویمه لوبه کې، پلې په یوازې ځان برازیل دپاره درې ګولونه وکړل.

پلې درې ځله خپل ملک - برازیل - ته د فټبال نړېوال کپ ګټلی و
پلې درې ځله خپل ملک - برازیل - ته د فټبال نړېوال کپ ګټلی و

تر اوسه بل هېڅ فټبالر په دومره کم عمر باندې په ورلډ کپ سیالیو کې ګول ندی وهلی او نه هم په دومره ځواني کې یې د ورلډ کپ په یوه لوبه کې درې ګولونه وهلي دي.

د پلې په مټ، برازیل په ۱۹۵۸ کې، او بیا په ۱۹۶۲ او هم په ۱۹۷۰ کې درې ځله د فټبال ورلډ کپ وګټلو.

پلې په ۱۹۷۵ کلونو کې په امریکا کې هم د فټبال سیالیو کې لوبېدلی و.

هغه وروسته د برازیل د سپورټ وزیر او بیا د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان له خوا د سپورټ چمپیئن وټاکل شو.

د ۱۹۵۸ کال ورلډ کپ لوبو په فاینل کې د برازیل د کامیابۍ نه پس، اوولس کلن پلې د ډېرې خوشحالۍ نه د ژړا په حال کې
د ۱۹۵۸ کال ورلډ کپ لوبو په فاینل کې د برازیل د کامیابۍ نه پس، اوولس کلن پلې د ډېرې خوشحالۍ نه د ژړا په حال کې

د مشهوره فټبالرانو غبرګون

د نړۍ مشهوره فټبالرانو د پلې په مرګ د خواشینۍ پیغامونه جاري کړي دي.

د برازیل د فټبال اوسني ځلانده ستوري نېمار ویلي چې د پلې نه وړاندې، فټبال صرف یو سپورټ و. نېمار پخپل انسټاګرام لیکلي: "هغه فټبال په یو هنر بدل کړ، په یوه خوشحالي یې بدل کړ...د پاچا (پلې) د برکته، فټبال او برازیل ځان ته حیثیت پیدا کړ. هغه ولاړ، مګر جادو به یې پاته وي. پلې ابدي دی."

د ارجنټاین مشهوره فټبالر لیونل مېسي چې ټیم یې سږکال د هغه په هلو ځلو سره ورلډ کپ وګټلو، پخپل انسټاګرام کې د پلې او خپل شریک عکسونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي دي: "روح دي ښاد، پلې".

د فټبال یو بل مشهوره لوبغاړي، د پرتګال کرېسټیانو رونالډو هم پخپل انسټاګرام باندې د پلې په مرګ باندې د غمشریکۍ یو اوږد پیغام خپور کړی او هغه کې یې ویلي چې پلې د میلینونو کسانو د پاره یو مثال و. کرېسټیانو رونالډو زیاته کړې ده: "د تل پاتې پاچا – پلې – دپاره صرف د مخه ښې لفظ کافي ندی چې اوس مهال د فټبال نړۍ ته ورپېښ شوی درد پکې څرګند کړی شي... هغه به هېڅکله هېر نشي، او په مونږ فټبال مینه والو کې به د هغه یادونه د همیش دپاره ژوندي پاته وي."

د فرانس ټیم مشهوره فټبالر کېلیان امباپې وایي چې د پلې میراث به همیش پاته وي. امباپې په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي: "د فټبال پاچا زمونږ نه ولاړ، مګر میراث به یې هېڅ کله هېر نشي. روح دې ښاد اوسه، پاچا!"

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG