لاس رسیدونکی لینک

 
د اسلامي همکاریو سازمان: د اسلامي فقې نړیواله اکېډمي دې د ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیز خلاف ګډ دریځ را غونډ کړي
تازه خبر

د اسلامي همکاریو سازمان: د اسلامي فقې نړیواله اکېډمي دې د ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیز خلاف ګډ دریځ را غونډ کړي


واشنګټن ـــــ د اسلامي همکاریو د سازمان مشر د اسلامي فقې له نړیوالې اکېډمۍ غوښتي دي چې په ټوله نړۍ کې د دیني عالمانو یوه غونډه په بیړنۍ توګه را غواړي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هغې پرېکړې خلاف کمپېن پیل کړي چې د نجونو پوهنتونونه یې بند کړي دي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه د خبرو لپاره کابل ته ځي.

د دسمبر پر 20مه چې طالبانو د ټول افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو تعلیم ځنډولی دی، د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د سازمانونو، امریکې او نورو هېوادونو په ګډون د اسلامي همکاریو سازمان هم د طالبانو دا پرېکړه په کلکه غندلې ده خو طالبان لا هم پر خپله پرېکړه ولاړ دي.

د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسېن براهیم طاها د پنجشبنې- زیارت په ورځ په یو بیان کې د اسلامي‌ فقې له نړیوالې اکېډمۍ وغوښتل، له ټولو اسلامي ماخذونو او عالمانو دې د طالبانو د هغې پرېکړې په اړه یو ګډ دریځ را غونډ کړي چې نجونو یې له تعلیمه را ګرزولې دي.

ښاغلي حسېن براهیم طاها د اسلامي فقې د نړیوالې ټولنې د پرانیستو په دویمه غونډه کې- چې پرون د وېډیو کانفرنس په وسیله وشوه- د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه د طالبانو حکومت پرېکړه د اسلامي شریعت خلاف بللې ده. ښاغلي طاها غونډې ته ویلي:

"د طالبانو د حکومت پرېکړه چې د پوهنتون په ګډون د نجونو د زدکړو مخه نیسي او په دې پلمه ښځې د دغو تعلیمي‌ ادارو له دندو ګوښه کوي چې ګواکې دا د اسلامي شریعت خلاف کار دی، دا یو تازه چېلنج دی چې د اسلامي‌ فقې نړیواله اکېډمۍ به د اقلیتونو د ستونځو او په لوېدیځو هیوادونو کې له مسلمانانو سره د دښمنۍ زیاتېدو او نورو مهمو مسلو سره سره ورته کتنه کوي".

د اسلامي همکاریو د سازمان مشر د خپل تنظیم او د اسلامي فقې د نړیوالې اکېډمۍ په ایجنډا کې د افغانستان د ستونځې پر لومړیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل چې د طالبانو پرېکړه د اسلامي شریعت د نصوصو پر بنیاد نه ده.

حسېن براهیم طاها په خپل بیان کې ویلي، په جون میاشت کې د دیني عالمانو یوه ډله هم افغانستان ته تللې وه او هلته یې د طالبانو له چاراکو او دیني عالمانو سره لیدلي وو، وایي په دغو غونډو کې پر دې خبره اتفاق شوی وو، چې د طالبانو له حکومته د ښځو د تعلیم او کار د هغو ټولو حقونه ضمانت واخلي چې اسلام ورکړي‌ دي.

ښاغلي طاها په ټینګار سره ویلي، د طالبانو دا پرېکړه چې ښځې یې له تعلیمه محرومه ساتلې دي د ریښتیني اسلام په اړه په نړۍ کې غلط فهمۍ زیاتوي.

طالبانو لا تر اوسه د اسلامي همکاریو د سازمان د مشر بیان ته څه جواب نه دی ویلی، خو د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم یوه اوونۍ وړاندې د نجونو د پوهنتونونو د بندولو سبب د نجونو له خوا د حجاب نه عملي کول ګڼلي وو.

طالبانو لس ورځې وړاندې د ښځو د پوهنتونونو تر ځنډولو وروسته په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز اعلان کړی وو، چې ملګرو ملتونو یې پرېکړه په کلکه غندلې وه.

د دې پرېکړې په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشر مارټین ګرېفیټس د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته ځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همږغۍ مشر رامیز الکبروف وایي، ښاغلی ګرېفېتس به د خپل سفر پر مهال د طالبانو د چارواکو په ګډون له ګڼو اړخونو سره د دې ستونځې د حل لپاره خبرې وکړي، خو وایي دا سفر به څو اوونۍ واخلي ځکه چې وایي دوی به د طالبانو د پرېکړې نتیجو ته ګوري.

ښاغلي الکبروف په خواشینۍ سره وویل چې په غیرسرکاري ادارو کې د طالبانو پرېکړې وار له مخه لا د ملګرو ملتونو ځینې پروګرامونه اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې «اوچا» د چارشنبې- شورو په ورځ له ځینو نورو ادارو سره په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ، چې کېدای شي د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې په افغانستان کې خپل ځینې کارونه ودروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG