لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانی پادري بېنېډېکټ د 95 کلونو په عمر کې ومړ


‎واشنګټن- پوپ ايمېرېټس بېنېډېکټ څوک چې د کيتهولېک چرچ نزدې اته کاله مشر پاتې و او په شپږ پېړو کې وړومبی تن و چا استعفا ورکړې وي د خالي/شنبې په ورځ د 95 کالو په عمر کې مړ شو.

د بېنېډېکټ په مرګ د هغه ځای ناستي پادري پوپ فرانسېز اپيل کړی چې د هغه د صحت د پاره دعا وکړي ځکه چې د اوږد عمر له سؤبه يې صحت خراب شوی دی.

کله چې بېنېډېکټ په کال 2013 حيرانونکی اعلان وکړو چې د خپلې ډندې نه استعفا کوي نو دا يې ويلي وو هغه نور په ذهني او بدني توګه د دې جوګه نه دی چې د پوپ په حيث کار وکړي.

د ريټاير کېدو وروستو پوپ بېنېډېکټ به ډېر کم چا ليدلی وي ځکه هغه خپل اخري کلونه عبادت ته وقف کړي وو. هغه د ويټيکن په يو کانوېنټ کې خپل اخري عمر تېر کړو.

په کال 2018 کې بېنېډېکټ د اټلي اخبار کوريير ډېلا سېره ته خط ليکلی و او ويلي يې وو چې د هغه د وجود توان په ورو ورو کميږي او هغه کور ته د ستنېدو په دروني زيارت بوخت دی.

په جرمني کې په کال 1927 کې د جوزېف راټزېنګر په نوم پيدا شوي بېنېډېکټ د خپلې ځوانۍ کلونه د هېواد په سويلي برخه کې د جرمني او اسټريا سرحد ته نزدې تېر کړي.

هغه د دويم نړيوال جنګ د پيل کېدو نه يو کال وړاندې په يوه مدرسه کې داخل شوی و خو اخر کار د جرمني پوځ ته لاړو چرته چې هغه د اينټي اير کرافټ په برخه کې دنده لرله او جنګ په اخرو ورځو کې پوځ پرېښود.

هغه خپلو مذهبي زدکړو ته بيرته راغی او په کال 1951 کې پادري جوړ شو. هغه د دويم ويټيکن کونسل د څو کلونو د خدمت او مشاورت نه وروستو په کال 1977 کې پوپ پال شپږم د ميونخ او فريزينګ ارک بيشپ وټاکلو چې وروستو د کارډينل عهدې ته ورسېد.

راټزيګر د شلو کالو نه ډېر د عقيدې د تبليغ کار وکړو او پوپ جان پال نزدې ملګری او مشير و. هغه په کال 2005 کې د پوپ جان پال د جنازې مذهبي رسم تر سره او هم هغه مياشت د 265م پونټېف په توګه منتخب کړل شو.

د هغه په دور کې په مذهبي ځايونو کې د پادريانو لخوا د کم عمره ماشومانو سره د جينسي اړيکو ساتلو قيصې رابرسېره شوی چې په غبرګون کې بېنېډېکټ ځينې پادريان د دندو لرې کړل او د متاثره کورنيو نه يې بخښنه وغوښتله.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG