لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس: د اوکراين په میزايل بريدونو کې د روس 63 پوځيان وژل شوي


روس پرون د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي د اوکراين په میزايل بريدونو کې يې 63 پوځيان وژل شوي دي، روس ویلي دغه ميزايلې د روس په ولکه کې د اوکراين په دونيسک علاقه کې داغل شوي دي.

روس چې د خپلو پوځیانو د وژل کېدو اعلان کړی د اوکراين په پلازمينه کېيف هوايي بريدونه هم دوامداره ساتي.

د روس د دفاع وزارت ويلي، اوکراين د مکيوکا څخه په شپږو کې څلور راکټې د هغه نظام څخه داغلي دي چې امريکې د اوکراين پوځ ته ورکړی دی، روس ویلي دوه ميزايل يې راګوزارې کړي هم دي.

اوکراين نېغ په نيغه د بريد تاييد نه دی کړی خو په خاموشۍ يې منلې او دعوه يې کړې چې وژنې د روس د خبر نه زياتې دي.

د اوکراين پوځ د اتوار/يکشنبې په ورځ ويلي وو چې د مکيوکا د ووکېشنل سکول په ودانۍ کې د روس 400 پوځيان وژل شوي او 300 ژوبل کړی شوی وو. خو روس ویلي بريد په مکيوکا کې شوی او د ووکېشنل سکول يې څه نه دي ويلي.

د ماسکو په ولکه کې په دونيسک علاقه کې د روس يو لوړ پوړي چارواکي ډينيیل بینزسونوف ویلي، په کومه ودانۍ کې چې د روس پوځ وو سخته لويه ضربه ورته رسېدلې ده.

هغه ویلي، مړي او ژوبلې شوي کره شمېره يې نه ده ښودلې او ويلي يې يې دي ودانۍ سخته زيانمه شوې ده.

د اوکراين پوځ ویلي، په ختيځه سیمه کې يې هوايي دفاعي نظام د روس لخوا د ايران جوړ ډرون تباه کړي دي. خو د اوکراين په ولقه کې په جنوبي خيرسن علاقه کې په بمبارۍ کې پينځه تنه ژوبل شوي دي.

روس چې تازه کېيف په نخښه کړی دا د روس لخوا د 11 مياشتو راهسې په اوکراين د جګړې تازه لړۍ ده. روس هڅه کوي چې په سخته يخنۍ کې د اوکراين د خلکو حوصلې ماتې کړي.

کېيف ويلي، د روس لخوا فضايي حملې د ماسکو د مايوسۍ علامت دی ځکه چې اوکراين خپل فضايي دفاعي توان ښه کړی دی.

د اوکراين صدارتي چيف اف سټاف اېنډري يرماک په ټیلي ګرام ویلي، روس اوس لارې لټوي او د دوی په نخښه کولو هڅې کوي دوی د ترهګرۍ طريقې کاروي خو د دوی اسمان ورته په ډال بدل دی.

د اوکراين صدر ولاديمير زيلنسکي خپل وګړي او پوځ ستايلی او زياته کړې يې ده چې د روس ډرون، ميزايلې او يو څه به هم د دوی مرسته ونه کړي ځکه چې د هغه په وينا اوکراينيان متحد دي او روس د خپلې ويرې متحد دي.

[په خبر کې ځينې معلومات د اې پي او رویټرز څخه اخستل شوي]

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG