لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې په وړومبي ځل نرښځي ته دمرګ سزا ورکړل شوې ده


دخبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس له مخې دامریکې په میسوري ایالت کې دنهې یا سه شنبې په ورځ دایمبر میکلالن په نوم 49 کلن نرښځي ته د زهرو ستن وهل شوې اؤ وژل شوی دی.

په ایمبر تور ؤ چې کال 2003م کې یې خپله پخوانۍ معشوقه یا ګرل فرینډ مسسیپي وژلی وه اؤ بیا یې دهغه مړی په سیند لاهو کړی ؤ.

دهغه له نیول کیدو وروسته محکمه کې پرهغه جرم ثابت شوی ؤ اؤ دمرګ سزا ورته اورول شوې وه.

ایمبر دمیسوري ګورنر ته دخپلې سزا پرضد د رحم اپیل کړی ؤ خو ګورنر دسه شنبې په ورځ دغه اپیل مسترد کړی ؤ.

د رحم داپیل مسترد کیدو نه وروسته ایمبر ته د زهرو ستن وهل شوې اؤ له ستنې وهل کیدو څو دقیقې وروسته دهغه دمرګ پخلی شوی دی.

ایمبر پخپل وروستي لیکلي بیان کې ویلي وؤ "ما چې هرڅه کړي،پرهغې بخښنه غواړم،زه ډیره مینه ناکه اؤ دخلکو خیال ساتونکی شخصیت یم"

دامریکې دانصاف دڅانګې یا بیورو اف جسټس د شمیرو له مخې دا مهال شاوخوا 3200 نرښځیان دهیواد په بیلا بیلو زندانونو کې بندي دي.

دکال 2022 په مهال امریکې د18 کسانو دمرګ په سزا عمل شوی دی.

دامریکې په ځېنو ریاستونو کې دمرګ په سزا بندیز دی خو په ځېنو ریاستونو کې بیا دجرمونو په ثابتېدو دمرګ سزاګانې ورکول کیږي.

دا مهال هم د میسوري ریاست په زندان کې لیونرډ ټيلر دخپل مرګ دسزا عملي کیدو ته شپې ورځې شمیري ځکه چې دخپلې ګرل فرینډ اؤ دریوؤ اولادونو د وژنې په جرم کې دهغه دمرګ دسزا عملي کولو لپاره اوومه فروري ټاکل شوې ده.

دمرګ دسزاګانو دمعلوماتو دمرکز دشمیرو له مخې په 70مه لسیزه کې دمرګ دسزاګانو بحالیدو نه راپدیخوا په امریکا کې 1558 کسانو ته دمرګ سزاګانې ورکړل شوي دي

(د وي او ای اردو په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG